د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېمانوېل میکرون بيا د فرانسې ولسمشر وټاکل شو


میکرون په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړی برحاله ولسمشر دی چې خلکو بیا منتخب کړ - د اپرېل ۲۴مې انځور.
میکرون په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړی برحاله ولسمشر دی چې خلکو بیا منتخب کړ - د اپرېل ۲۴مې انځور.

د فرانسې ولسمشر اېمانويل میکرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دویم پړاو کې خپلې مخالفې مرین لي پېن ته د رایو په لوی توپیر ماته ورکړې ده.

دا تر ژاک شېراک وروسته په تېرو ۲۰ کلونو کې لومړی برحاله ولسمشر دی چې خلکو بیا منتخب کړ.

میکرون د اپرېل ۲۴مې پر ماخوستن په پاریس کې ولس ته د وینا پرمهال د خلکو مننه وکړه او و یې ویل چې دی اوس د ټولو خلکو ولسمشر دی او د هېوادوالو د یووالي هڅې کوي. "دلته په پاریس، د فرانسې ګوټ ګوټ او بهر کې ګرانو ملګرو، ګرانو وطنوالو مننه. له ټولو مننه. زه پوهېږم چې زموږ ګڼو هېوادوالو ښي اړخې افراطي نظریې ته رایه ورکړه. د هغوی غصه او خپګان چې بالاخره باعث شوه هغوی بل چا ته رایه ورکړي، هم باید ځواب شي. دا به زما او زما د شاوخوا کسانو مسوولیت وي."

د اروپايي ټولنې د پلوۍ نظریات لرونکي میکرون د اپرېل پر ۲۴مه ۵۸ فیصده رایې ترلاسه کړې دي او ښي لاسې له پېن ۴۱ سلنه ووټونه ترلاسه کړل.

میکرون د انتخاباتو په دویم پړاو کې له خپلې سیالې مرین له پېنه شاوخوا ۱۷ فیصده زیاتې رایې ترلاسه کړې د - د اپرېل ۲۴مې انځور.
میکرون د انتخاباتو په دویم پړاو کې له خپلې سیالې مرین له پېنه شاوخوا ۱۷ فیصده زیاتې رایې ترلاسه کړې د - د اپرېل ۲۴مې انځور.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۰مه، میکرون د انتخاباتو په لومړي پړاو کې ۲۹ فیصده او له پېن څه د پاسه ۲۴ فیصده ووټونه اخیستي ول. نوموړي د ۲۰۱۷ز کال په انتخاباتو کې له پېن ته تر اوسنیو انتخاباتو په خورا زیات توپیر ماته ورکړې وه. میکرون هغه وخت ۶۶ فیصده او له پېن ۳۳ سلنه رایې ګټلې وې.

زه پوهېږم چې زموږ ګڼو هېوادوالو ښي اړخې افراطي نظریې ته رایه ورکړه. د هغوی غصه او خپګان چې بالاخره باعث شوه هغوی بل چا ته رایه ورکړي، هم باید ځواب شي.
اېمانوېل میکرون

۴۴ کلن میکرون په کیمپېن کې پر خپلې سیالې نوماندې انتقاد وکړ چې نوموړې په تېرو وختونو کې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ستاینې کړې دي نو ځکه په نړیوال ډګر کې ورباندې باور نه شي کېدای.

۵۳ کلنې له پېن بیا د نوموړي پر اقتصادي تګلاره او د ګرانۍ له وجې د خلکو د ژوند مشکلېدو پر سر نیوکې وکړې. میکرون به اوس تر پينځو کلونو لپاره د فرانسې ولسمشر وي.

اېمانویل مېکرون د کمپاین پر مهال پر مېرین له پین له دې کبله نیوکې کړې وې چې ګواکې نوموړې په تېرو وختونو کې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ستاینې کړې دي نو ځکه د ده په وینا، په نړیوال ډګر کې ورباندې باور نه شي کېدای.

مېرین له پین بیا د اېمانویل مېکرون پر اقتصادي تګلاره او د ورځني ژوند د استعمال توکو پر زیاتېدونکو بیو نیوکې کړې وې.

یوشمېر اروپايي مشرانو د اېمانوېل میکرون د بریا هرکلی کړی دی او هغه ته یې د مبارکۍ پیغامونه ورلېږدولي دي. د جرمني وزیراعظم اولاف شولڅ په یوه ټویټ کې نوموړي ته مبارکي ورکړې او ویلي یې دي چې خوشاله دی چې له هغه سره کار ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG