د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې ښوونځیو کې د لنډ وخت لپاره اضافي استادان ګمارل کېږي


 په لومړۍ مرحله کې په ۴۴ سکولونو کې ۵۴ استادان اخیستل کیږي: انځور له ارشیفه
په لومړۍ مرحله کې په ۴۴ سکولونو کې ۵۴ استادان اخیستل کیږي: انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې د تعلیم د محکمې چارواکي وايي چې د یوې لنډ مهاله پروژې لاندې یې د استادانو او میندو پلرونو شوراګانو ته په سرکاري سکولونو کې د اضافي استادانو د برتیانو اختیار ورکړی دی.

د خیبر مرستیال ایجوکېشن افسر شاهد علي د مارچ پر ۲۵مه مشال ریډیو ته وویل چې په لنډي کوتل کې دغو کونسلونو ته د سرکاري سکولونو استادانو د ګمارلو لپاره یو کروړ او ۲۱ لاکه روپۍ جاري شوې دي. نوموړي وویل: "زموږ په سکولونو کې د استادانو کمی دی او په عادي توګه د استادانو برتیانې ډېر وخت اخلي. نو د استادانو د برتیانو لپاره موږ د پي ټي سي په فنډونو ښوونکي اخلو. دا تقریباً د نهو میاشتو پروژه ده."

د خیبر په تیرا میدان کې د مسجد ترڅنګ یو ړنګ سکول: انځور له ارشیفه
د خیبر په تیرا میدان کې د مسجد ترڅنګ یو ړنګ سکول: انځور له ارشیفه

د خیبر د تعلیم د محکمې د چارواکو په خبره، د یادې پروژې لاندې، په لومړۍ مرحله کې به، په ۴۴ سکولونو کې، ۵۴ استادان اخیستل کیږي چې ورسره به په سیمه کې د استادانو کمی پوره شي. په دویمه مرحله کې به دغه پروژه باړې او جمرود ته غځول کېږي. د استادانو تنخوا به د میاشتې ۲۵۰۰۰ روپۍ وي.

د باړې د یو سرکاري ښوونځي استاد عبدالوهاب مشال راډیو ته وویل، د حکومت دا پروژه ګټوره ده: "له دې سره به دلته په استادانو بوج کم شي او زده کوونکو ته به یې ډېره ګټه ورسېږي. د سټینډرډ له مخې په سکولونو کې ۴۰ ماشومانو ته یو ښوونکی پکار وي خو اوس دلته له ۱۰۰ نه زیاتو ماشومانو ته یو استاد درس ورکوي او دا یو ډېر لوی بوج دی."

د خیبر استادان وايي، په یوه صنف کې له ۱۰۰ زیاتو ماشومانو ته درس ورکول ستونزمن کار دی: انځور له ارشیفه
د خیبر استادان وايي، په یوه صنف کې له ۱۰۰ زیاتو ماشومانو ته درس ورکول ستونزمن کار دی: انځور له ارشیفه

نوموړی وايي، د یو استاد لپاره ډېره ګرانه شي چې په یوه ورځ کې اوو کلاسونو ته درس ورکړي او په هر کلاس کې ورته له ۱۰۰ زیات ماشومان ناست وي.

د خیبر د تعلیم د محکمې د چارواکو په وینا، دا مهال په ټوله ضلع کې څه باندې ۶۰۰ تعلیمي ادارې فعالې دي او د ړنګو شويو سکولونو د بيا رغونې چارې هم رواني دي.

XS
SM
MD
LG