د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: "سپین غر زون" د ځايي کرکټ سیاليو جام په خپل نوم کړ


د ننګرهار کرېکټ بورډ مسوولینو د لوبغاړو د هرکلي لپاره د جون په ۱۸ مه نيټه پښتونستان واټ کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د کرېکټ لوبغاړو ته يې پکې په غاړو کې ګلونه واچول.
د ننګرهار کرېکټ بورډ مسوولینو د لوبغاړو د هرکلي لپاره د جون په ۱۸ مه نيټه پښتونستان واټ کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې د کرېکټ لوبغاړو ته يې پکې په غاړو کې ګلونه واچول.

د ننګرهار سپین غز زون په خوست کې د کرکټ سیالۍ وګټلې. دا سیالۍ د معلولو لوبغاړو ترمنځ د جون پر ۱۰مه پیل شوې وې. په دغو سیالیو کې د افغانستان د پنځو واړو زونونو معلولو لوبغاړو برخه واخېسته.

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ مسوولین وايي، دا سيالۍ په همدې موخه جوړې شوې وې چې د معلولیت لرونکو لوبغاړو څخه به څو تنه غوره لوبغاړي د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ملي ټېم ته وروپېژني.

د افغانستان د پینځو زونونو په کچه د معلولیت لرونکو لوبغاړو تر منځ د کرېکټ دا سیالۍ چې د نجیب تره کي په نوم د جون په ۱۰مه نېټه په خوست ولایت کې پیل شوې وې، په پایله کې يې د سپین غر زون په دې وتوانېدو چې د سیاليو جام خپل کړي.

په همدې تړاو په ننګرهار کې د کرېکټ بورډ مسوولینو په بلنه د کرېکټ مینه وال د لوبغاړو د هرکلي لپاره د جون په ۱۸ مه نيټه پښتونستان واټ ته وربللي وو او د کرېکټ لوبغاړو ته يې په غاړو کې ګلونه واچول.
په دې موقع د ختيځ زون د کرېکټ بورډ سرپرست نعمت الله عالم رسنیو ته وویل چې د کرېکټ په دې سیاليو کې د سپین غر زون لوبغاړو ښې لاسته راوړنې لرلې چې له ارزونې وروسته به له همدې ټیم څخه څو تنه د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ملي لوبډلې ته وروپېژني.

نوموړي وړاندې وویل: "زموږ د مشرقي ولایتونو چې کومه لوبډله وه، سپین غر زون، بند امیر ته يې په فاینل کې ماتې ورکړه او په سيمې فاینل کې يې امو لوبډلې ته ماتې ورکړې وه. له دې سیالیو وړاندې موږ په جلال اباد بهسودو لوبغالي کې د زون په کچه ولایتي سیالۍ برابرې کړې وې، چا چې غوره کارکرده ګي کړې وه، د هغې په اساس موږ يوه لوبډله جوړه کړه هماغه وو چې غوره نتیجه يې ورکړه او اوس یې دلته بریا په ګډه لمانځوو."


د سپین غر زون د معلولیت لرونکو لوبغاړو لوبډلمشر محمد اشرف د خیتځ زون د کرېکټ بورډ له مسوولینو مننه وکړه چې دوی ته يې د کرېکټ د تمرینونو لپاره له یادې سیالۍ تر مخه زمینه مساعده کړې وه.

نوموړي وړاندې وویل:" اول خو زه له خپلو مینه والو ډېر زیات خوښ یم چې موږ ته يې د ښې لوبې کولو جرات راکړ او په راتلوونکي کې هم د کرېکټ بورډ له مسوولینو غواړو چې زموږ د معلولینو ټیم ته نورې لارې هم برابرې کړي چې تل همداسې لاسته راوړنې ولرو."

د نور ساوجي په نوم يو تن ځوان چې د تېرو اوو کلونو راهيسې د سپین غر رون د معلولیت لرونکو لوبغاړو روزنکی دی، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ټولو لوبغاړو ښه لوبه تر سره کړې چې له ډلې به يې څو تنه د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ملي ټيم ته وړاندیز کړي.

نوموړي وویل:
" ټولو لوبغاړو ښه لوبه وکړه. د نوراسلام په نوم لوبغاړي ۱۵ لوبغاړي اوټ کړل [وسوځول] . د لوبډلې کپتان محمد اشرف هم ښه وځلېده، د صفت په نوم يو تن لوبغاړي ښه توب اچونه وکړه. ډاکټر حسیب ښه لوبه وکړه. سږکال به موږ پنيځه لوبغاړي د افغانستان د معلولیت لرونکو لوبغاړو ملي ټيم ته ورپېژنوو."

د یادونې وړ ده چې په دې سیاليو کې د سپن غر زون په ګډون د بست، امو، میس عینک او بند امیر زونونو معلولیت لرونکو لوبغاړو هم برخه اخیستې وه.

XS
SM
MD
LG