د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له زمبابوې د ۲۰ اووریز کرکټ درېواړه سیالۍ وګټلې


د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبه (انځور له ارشیفه)
د افغانستان او زمبابوې د کرکټ لوبه (انځور له ارشیفه)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله شل اووریزه کې په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ دریواړه سیالۍ وګټلې.

د جون په ۱۴مه په هرارې کې شوې دې سیالۍ کې لومړی افغانستان بیټينګ وکړ او په ۲۰ اوورونو کې یې د اتوو لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۲۵ رنزونه وکړل. زمبابوې دا هدف پوره نه شو کړلی او په ۲۰ اوورونو کې یې ۹۰ رنزونه جوړ کړل.

د افغانستان لخوا نور احمد لکڼوال په ۴ اوورونو کې یوازې لس رنزونه ورکړل او د زمبابوې ۴ لوبغاړي یې اوټ کړل. نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وګڼل شو. نجیب الله ځدراڼ په دې سیاليو کې ۱۰۳ رنزونه کړي وو نو ځکه د سیریز تر ټولو ښه لوبغاړی اعلان شو.

تر دې مخکې په دوهمه او لومړۍ سیالۍ کې هم افغانستان زمبابوې ته ماتې ورکړې وه. د جون په دولسمه د زمبابوې په هرارې ښار کې شوې په دوهمه سیالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او په مقررو ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۰ رنزونه وکړل.

زمبابوې ونه شو کړلی چې دا هدف پوره کړي. دوی د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ټول ۱۴۹ رنزونه جوړ کړل او سیالي یې په ۲۱ رنزونه وبايلله.

نجیب الله ځدراڼ په ۴۶ بالونو ۵۷ رنزونه وکړل او فضل فاروقي په ۴ اوورونو کې ۱۹ رنزونه ورکړل او زمبابوې يو لوبغاړی یې اوټ کړ. فاروقي له دې وجې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دې درې ۲۰ اووریزو سیاليو لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG