د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له وېسټ انډيز درېواړه ۵۰ اووریزې لوبې وګټلې


د پاکستان کرکټ لوبډلې ځينې لوبغاړي - پخوانی انځور.
د پاکستان کرکټ لوبډلې ځينې لوبغاړي - پخوانی انځور.

د پاکستان کرکټ لوبډلې وېسټ انډيز ته په درېيمه ۵۰ اووریزه سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د دې لړۍ درېواړه لوبې وګټلې.

د جون پر ۱۲مه په ملتان کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بيټينګ پاکستان وکړ او په مقررو ۵۰ اوورونو کې یې د ۹ لوبغاړو په اوټ کېدو یې ۲۶۹ رنز جوړ کړل.

وېسټ انډيز و نه شو کړای چې دا هدف پوره کړي. د دوی ټول لوبغاړي په ۳۸ اوور کې د ۲۱۶ رنز په جوړولو اوټ او لوبه یې په ۵۳ منډو وبايلله.

د پاکستان شاداب خان په بيټينګ کې ۸۶ رنزونه وکړل او په بالينګ کې یې ۴ وېکټې واخیستې. له همدې امله د سیالۍ غوره لوبغاړی وګڼل شو.

پاکستان د دې درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووریزو کرکټ سیاليو د لړۍ دوه نورې لوبې هم ګټلې وي.

XS
SM
MD
LG