شوکت الله خان: قبايلي سيمو کې پر سرشمېرني ژورې اندېښني لرم
د مشال راډیو په اوونيزه خپرونه "د مشال مرکه" کې دا ځل د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر انجينير شوکت الله خان مېلمه دي. نوموړی له قبايلي ضلعې باجوړ ناوګۍ سره تعلق لري او له ۲۰۱۳ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پوري د خيبر پښتونخوا ګورنر پاتې شوی وو. شوکت الله خان وايي، په خيبر پښتونخوا کې د فاټاد ورګډېدو خلاف نه دی خو د هغه په وينا څلور کاله تېر شول چې په دغو سيمو کې هيڅ پرمختيايي کارونه په نظر نه راځي. نوموړي دا هم وويل چې په قبايلي ضلعو کې د ۲۰۱۷ز پر شوي سرشمېرنې هم ژورې انديښنې لري. د خپرونې کوربه ګل اياز دی.
برخې
-
دسمبر ۰۶, ۲۰۲۳
شمس مومند وايي قبايلي سيمي له قدرتې زيرمو ډکې دی
-
نومبر ۲۹, ۲۰۲۳
سیف افغان هېواد ته تر ستنېدو وروسته کرکټ اکاډمي پرانیزي
-
اکتوبر ۱۳, ۲۰۲۳
محمود جان بابر وايي په پاکستان کې له صحافته کاروبار جوړ شوی دی