د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان زمبابوې ته په يوه بله ۲۰ اووریزه کرکټ لوبه کې ماتې ورکړه


د افغانستان او زمبابوې کرکټ سیالۍ (انځور له ارشیفه)
د افغانستان او زمبابوې کرکټ سیالۍ (انځور له ارشیفه)

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې زمبابوې ته په يوه بله شل اووریزه کې ماتې ورکړه او د دريو لوبو دا لړۍ یې وګټله.

د جون په دولسمه د زمبابوې په هرارې ښار کې شوې دې سیالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او په مقررو ۲۰ اوورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په اوټ کېدو ۱۷۰ رنزونه وکړل. زمبابوې ونه شو کړلی چې دا هدف پوره کړي. دوی د ۷ لوبغاړو په اوټ کېدو ټول ۱۴۹ رنزونه جوړ کړل او سیالي یې په ۲۱ رنزونه وبايلله.

نجیب الله ځدراڼ په ۴۶ بالونو ۵۷ رنزونه وکړل او فضل فاروقي په ۴ اوورونو کې ۱۹ رنزونه ورکړل او زمبابوې يو لوبغاړی یې اوټ کړ. فاروقي له دې وجې د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

د دې درې ۲۰ اووریزو سیاليو لومړۍ لوبه هم افغانستان ګټلې وه. درېيمه لوبه د جون په ۱۴مه کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG