د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: پاکستان وېسټ انډيز ته په دويمه يو ورځنۍ لوبه کې هم ماتې ورکړه


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان کرکټ لوبډلې د درو يو ورځنيو لوبو د لړۍ په دويمه لوبه کې هم وېسټ انډيز ته ماتې ورکړه او سيريز يې په خپل نوم کړ.

پرون (د جون پر ۱۰مه) د ملتان په نړيوال کرکټ سټېډيم کې پاکستان وېسټ انډيز ته د لوبې ګټلو لپاره د ۲۷۶ منډو هدف ورکړ خو په ځواب کې وېسټ انډيز لوبډلې يوازې ۱۵۵ منډې جوړې کړې او په ۳۳م اوور کې يې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

د پاکستانۍ لوبډلې محمد نواز چې د ۱۹ منډو په ورکولو يې څلور لوبغاړي اوټ کړل، د لوبې غوره لوبغاړی وګرځول شو.

د درو لوبو د سيريز درېيمه لوبه به سبا (د جون پر ۱۲مه) په ملتان کې کېږي چې د ځايي وخت د مازيګر پر څلور بجو پيلېږي.

تر دې وړاندې د پاکستان کرکټ ټيم د جون پر اتمه وېسټ انډيز ته په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې په پينځو ويکټونو ماتې ورکړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG