د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې نیول شوي افغان هنرمندان په ضمانت خوشې شول


د پېښور هنرمندانو د سندریز لاریون له لارې د افغان هنرمندانو د خوشې کولو غوښتنه کوله: د مې ۳۰مې نېټې انځور
د پېښور هنرمندانو د سندریز لاریون له لارې د افغان هنرمندانو د خوشې کولو غوښتنه کوله: د مې ۳۰مې نېټې انځور

د پېښور یو مقامي عدالت هغه څلور افغان هنرمندان په ضمانت خوشې کړي دي چې پولیسو په پاکستان کې د غیرقانوني قیام په تور نیولي وو.

د هنرمندانو وکیل طارق افغان پرون (د جون پر درېیمه) په خپله رسمي ټویټر پاڼه ولیکل چې موکلانو یې په پاکستان کې د پاتې کېدو لپاره ټول قانوني اسناد لرل او عدالت په ضمانت خوشې کړي دي.

د نویدالله، ندیم شاد، سعیدالله او اجمل په نومونو افغان موسیقاران د تهکال پولیسو د مې په ۲۸مه نیولي او زندان ته یې استولي وو. په دوی به د پاکستان د فارنرز ایکټ د ۱۴ مې مادی د لاندی مقدمه درج شوی وه.


وکیل طارق افغان عدالت ته وویل چې په افغانستان کې هنرمندان د بریدونو او دړکو سره مخامخ دي او د موسیقۍ الات یې ماتول کېږي. د نوموړي دلیل وو چې موکلانو یې په داسې بدو حالاتو کې په پاکستان کې پنا اخیستې وه او ټول قامي او نړیوال بشري حقونه پری عملي کیږي.

د دوی نیولو په پیښور کې د هنري او کلتوري ټولنو له خوا مظاهری راپارولې وې او د حقونو فعالانو یې د خوشي کولو غوښتنه کړې وه. دوی د لاریون پر مهال موسیقي هم غږوله او د افغان سندرغاړو د خوشې کولو او همداراز، پر موسیقۍ او هنر یې د محدودیتونو ختمولو غوښتنې وکړي.

پېښور کې د افغان موسیقارانو ګرفتارۍ ضد سندریز لاریون شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:58 0:00

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د سیاسي بیقرارۍ او په موسیقۍ له بندیزونو نه وروسته څه ناڅه ۲۱۶ هنرمندان او موسیقاران پېښور او خواوشا سیمو ته راکډه شوي دي.

پاکستان له ۲۰۱۶ز کال راهیسې هلته ورتلونکو افغانانو ته د ویزې او پاسپورټ لرل لازمي کړي دي او له دې پرته خلکو ته پر پوله د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG