د لاسرسي ځای

تازه خبر

دنیا بي بي: له کلیوالو ښځو سره د کرهڼې په برخه کې حکومتي سرپرستي پکار ده


۲۰۲۱م کال د کلیوالو مېرمنو نړیواله ورځ "د ټولو لپاره د ښه خوړو کښت" تر سرلیک لاندې لمانځل کېږي.

هر کال د اکتوبر پر ۱۵مه د دغې نړیوالې ورځې لمانځلو مقصد زراعت او د کلیوالو سیمو پرمختګ، د خوړو خوندیتوب ښه کول او په کلیوالو سیمو کې غربت ختمول، د ښځو رول او ونډې پېژندنه ده.

د مومند ضلعې د یوه کلي مېرمنه دنیا بي بي وايي زیاتره کلیوالې ښځې په خپله خوښه په دې خاطر کرهڼه کوي چې د خاوند د ګټې وټې ترڅنګ د کورنۍ لپاره په خوراکي شیانو کې مرسته وکړي.

"دکلیوالو دغه ژوند دی چې ښځې ټول کار کوي. مالونه هم ښځې ساتي. سړي هم کار کوي خو ښځې یې زیات کوي. بېنډۍ وکرو، الوګان وکرو او خوشحاله یو چې د خپل پټي سبزي ده. چرګان ساتو، مالونه ساتو، ښځې دغه ټول کارونه کوي."

ملګري ملتونه وايي چې کلیوالې مېرمنې په خوراکي نظام کې له پیداواره نیولې د هغې په تیارولو، استعمال، د کورنۍ لپاره د خواړو خوندیتوب او د ټولنې په ښه غذاییت کې یوه غټه ونډه لري. خو د مېرمنو او نارینوو تر منځ نابرابري، د ښځو او جینکو پر وړاندې تاوتریخوالي، په کورني کارونو کې د هغوی غېرمتناسبې ونډې او مالي نابرابرۍ له امله ټولنه د لوږې، د غذاییت کمي، او د قحط له ګواښونو سره مخامخ ده.

ياده اداره هر کال د دې لپاره د اکتوبر پر ۱۵مه د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ لمانځي چې په زراعت، کرهڼه، اقتصادي خوشحالۍ او پرمختګ کې د ښځو د کردار پېژندنه وکړي او حکومتونه د هغوی لپاره ګامونه پورته کولو ته اړ کړي.

د ملګرو ملتونو د زراعت او خوراک ادارې د شمېرو ترمخه د پاکستان د ټولې رقبي ۷۹.۶ ميليون ايکړه ځمکه کې پر ۲۲.۱ ميليون ايکړه ځمکه کرونده کېږي. مانا دا چې پاکستان یو زرعي هېواد دی چې د معیشت زیاتره انحصار یې په کرونده دی. پوښتنه دا ده چې د هېواد په زراعت کې ښځه څومره ونډه لري؟

د پاکستان په کلیوالو سیمو کې کښت او کرونده کوونکې مېرمنې وايي چې ډېری ښځې له پخوا راهیسې په پټیو کې کارونه کوي، څاروي څروي او په کرهڼه خبرې دي. خو د سهولتونو د نشتوالي له امله نه شي کولی چې په غټه پیمانه دا کار پرمخ بوځي.

د مومندو دنیا بي بي وايي چې د کرهڼې لپاره حکومتي سرپرستۍ ته ضرورت لري.

"غنم، جوار، اوږه، پیاز، دڼیا، شړشم، مرچکي، ارخاړ‌ي او ګني، همدغه کرو. دلته خو نه حکومت راغلی او نه یې پوښتنه کړې چې څه مو پکار دي او څه درباندې تېرېږي. چې مصالحې یې راکولای، تخمونه یې راکولای، دوایي یې راکولای، په دې خو سپرېګانې کول غواړي. واښه پکې کېږي، مرض کوي، څو قسمه مرضونه وي. خو حکومت په چا کار نه لري."

د پاکستان د شماریاتو اداره وايي چې د ۲۰۱۷ز کال د شپږمې مردم شمارۍ له مخه د هېواد ټوله ابادي ۲۰ کروړه ۷۶ لکه ۸۴ زره ۶۲۶ ده. په دې کې تر ۱۰ کروړه ۶۰ لکه زيات نارينه او ۱۰ کروړه ۱۳ لکه دريالس لکه ښځې شاملي دي.

په پاکستان کې کارپوهان وايي که ښځو ته، چې د ابادۍ تر نیمايي فیصده برخه جوړېږي، په کرونده کې سهولتونه ورکړل شي نو نه یوازې هغوی په معاشي توګه خود کفیلې کېدای شي بلکه د غذاییت د کمي مسله پوره کېدو ترڅنګ د خوړو خوندیتوب کېدای شي او ورسره د خوړو د کمي مخنیوی هم کېدای شي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې له یوې غیرسرکاري ادارې سره کارکوونکې مېرمن مهناز وايي چې له حکومت سره په ګډه دوی داسې پروژې پرمخ وړي چې کلیوالو سیمو کې خلکو او په تېره ښځو ته د کښت او کروندې نوې طریقې وښيي.

د مهناز په خبره په کوهستان کې دوی ځايي خلکو ته نوي زړي او د کرهڼې نوې لارې متعارفې کړې چې په نتیجه کې یې د هغوی توجه له ساګو نه د نورو سبزیانو لکه مټرو او کدو کښت ته واوړېده او هغوی ته یې ډېره ګټه ورسوله.

مهناز وايي که څه هم دوی او حکومت په ګډه لګیا دي خو حکومت دې کرونده ګرو ښځو ته نوي زړي متعارف کړي او د هغو مېرمنو مرسته دې وکړي.

"زموږ په کلیوالو سیمو کې چې (د زراعتو په برخه کې) له کلتور او دود دستور سره سم څه روان دي، زه وایم چې هغه د جدید طریقه کار نه ډېر ښه دي. خو دا ده چې نن سبا چې کوم نوي تخمونه دي، هغه هم ضروري دي. موږ هغه دغو خلکو ته ورکړل نو هله ورته پته ولګېده. نوي تخمونه او نوي فصلونو که دغو خلکو ته متعارف شي نو له دغو خلکو سره مهارت شته. په تېره کلیوالې ښځې به زه یادې کړم. موږ په کوهستان او خوا او شا سیمو کې د زراعتو د محکمې په مرسته دوی ته نوې طریقې و ښودلې، نو هلته یې نوي فصلونه وکرل. نو په دې سره نه یوازې د هغوی د غذایي ضرورت پوره کېږي بلکې خوارک به هم ولري."

د پاکستان د زراعتو محکمې شمېرې ښيي چې د خیبر پښتونخوا ابادي ۳۵ میلیونه ده چې ۵۲ فیصده یې نارینه او ۴۸ فیصده یې زنانه دي. په دغه صوبه کې په ۲۰۱۸ز کال کې قبایلي سیمې هم ضم شوي دي چې د تعلیم او نورو سهولتونو له پلوه وروسته پاتې ګڼل کېږي.

په جنوبي وزیرستان کې خبریاله رضیه مسود وايي چې په وزیرستان کې ډېرې ښځې د خپل کور د ضرورت لپاره کښت او کرونده کوي، خو په دې نه دي پوهه چې دا په غټه کچه هغوی ته څومره ګټه رسولی شي. رضیه وايي حکومت ته پکار ده چې مارکیټ یا بازار ته په رسايي کې ورته سهولتونه ورکړي.

"دلته زنانه د تعلیم له پلوه ډېرې وروسته پاتې دي. په وزیرستان کې چې پر ځمکو څوک ډېر کار کوي، هغه زنانه دي. ښځې د خپلې باورچي خانې لپاره په کرهڼه لګیا وي. که حکومت د دغو ښځو پیداوار ته په بازار کې رسايي ورکړي نو په هغې سره به د دغو ښځو امدن هم پيل شي او پر دغه به نور کار وکړي. ځکه چې په قبایلي سیمو کې خلک خپلې زنانه له کوره بهر نوکریو ته نه پرېږدي "

د خیبر پښتونخوا د کاريګرو او کلتور وزیر شوکت یوسفزي مشال راډیو ته ويلي چې حکومت داسې پروژو ته ډېره توجه ورکړې چې ورسره دوی ته د تعلیم تر څنګ د کر کروندې پوهاوی ورکړي.

"دا وخت ټېکنالوجي راغلې ده او په زراعت کې هم اصلاحات راغلي دي. موږ زنانو ته هم هغه شان سهولتونه ورکوو چې څنګه یې نارینوو ته ورکوو چې هغوی په کرهڼه کې خپل ښه رول ادا کړي. د هغوی د فارمونو پیداوار ته هم مارکیټ ته رسایي ورکوو چې د هغې ګټې ورته ورسېږي. پر هغه هم ډېر کار روان دې. خو تر ټولو مهم د ښځو تعلیم دی. که هغوی زراعت ته راځي او که کومې بلې شعبې ته. اوس خو زموږ ګوټ ګوټ ته او په تېره غريیزه سیمو ته ټېکنالوجي رسېدلې چېرته به چې ډېر کم کښت کېدو، د ټيکنالوجۍ له وجې هلته اوس پیداوار زیات شوی دی. زموږ د زراعتو محکمه وخت په وخت د پوهاوي پيغامونه خپروي. چې په موبایل فون هم هغه خلکو ته ور رسېږي. په ډيرو کلیو کې د پوهاوي ورکشاپونه کېږي."

ملګري ملتونه وايي د کلیوالو مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا په اړه د دوی د یو ګډ پروګرام ارزونې د دې خبرې تصدیق وکړ چې د کلیوالو ښځو د مرستې لپاره په ټولنه کې له هغوی سره د توپیري چلند مسلو ته په پام کولو، د کار په بدل کې ورته په تنخا ورکولو، د کورني کار په کمولو او زرعي پیداوار د زیاتولو پروګرامونو په ملاتړ سره د خوراکي شیانو خوندیتوب او د غذاییت په برخه کې ښې نتیجې ورکړي دي.

د ملګرو ملتونو سېکرټري جنرل پر ټولو هېوادونو په خوراکي نظام کې د بدلون راوستو غږ کړی چې دا ډول ټول خلک صحتمندو خوړو ته رسايي ولري. اداره وايي چې په دغه بدلون کې دکلیوالو ښځو او جینکو په ښکېلولو سره د دوامدارې ترقۍ په اړه د دوی هدفونه تر لاسه کېدای شي چې پکې د لوږې خاتمه او جنس پر بنياد مساوات شامل دي.

د نړيوال بانک د ۲۰۱۸ز کال د شمېرو ترمخه په پاکستان کې ۴۷.۹ فيصده زرعي ځمکه ده چې د کارپوهانو په خبره په ښه ډول استعمال سره یې معاشې ګټې تر لاسه کېدای شي.

د شمېرو ترمخه د خيبر پښتونخوا ټوله ابادي دري کروړه پينځه لکه اته زره نهه سوه شل ده. په دې کې يو کروړ ۴۴ لکه څلور زره ۴۸۱ نارينه او يو کروړ ۵۰ لکه ۶۲ زره ۴۴۰ ښځي دي.

د ۲۰۱۷ز کال په سرشمېرنه کې د هغه وخت قبايلي سيمو (فاټا) او نيم قبايلي سيمو ټوله ابادي نهه څلوېښت لکه دري نوي زره څلور څلوېښت ده. په قبايلي سيمو کې د ښځو شمېره ۲۴ لکه يو څلوېښت زره درې او د سړو شمېره پينځويشت لکه يو پینځوس زره اووه سوه پينځلس ده. قبايلي سيمې د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې په خيبر پښتونخوا کې شاملې شوي وې.

XS
SM
MD
LG