د لاسرسي ځای

تازه خبر

مرستندویه اداره "ريسکيو ۱۱۲۲" د قبایلي ضلعو تحصیلونو کې خدمات پیلوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په خیبر پښتونخوا کې مرستندویه اداره «رېسکیو ون ون ـ ټوټو» وايي، پلان لري چې ډېر زر په ټولو قبایلي ضلعو کې د تحصیلونو په کچه هم خپلې څانګې پرانېزي.

قبایلي سیمې یا پخوانۍ فاټا د ۲۰۱۸ کال د مې په ۳۱مه په خیبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوې وې. یادې مرستندویې ادارې له انضمام نه وروسته په ضلعي کچه د مرستې دوه دوه مرکزونه او په اېف ار سیمو کې د مرستې یو یو مرکز پرانېستی وو.

د خیبر پښتونخوا د رېسکیو ون ون ټوټو ادارې ویاند بلال احمد فیضي د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، دا مهال په قبایلي ضلعو کې د هغوی د ادارې له ۸۰۰ زیات کارکوونکي موجود دي. هغه وايي، حکومت په پام کې لري چې اوس به د ټولو قبیلي ضلعو په تحصیلونو کې هم یو یو د ژغورنې مرکز پرانېزي. بلال فیضي وايي، رېسکېو ون ون ـ ټوټو اداره د ۲۰۲۰ کال راهېسې په قبایلي ضلعو کې په خدمت بوخته ده.

نوموړی وايي، دا مهال په قبایلي ضلعو کې د هغوی په هر یو مرکز کې، دوه امبولانسونه، یوه مرستندویه لارۍ، یو د اور وژنې ګاډی، د اور وژنې ۲۲ مامورین، د روغتیا ۱۲ مامورین او ترڅنګ یې یو شمېر انتظامي او تخنیکي کارکوونکي موجود دي.

تر دې وړاندې په قبایلي اېجنسیو کې امدادي کارونه «اېف ډي اېم ای» ادارې ترسره کول خو له انضمامه وروسته، دا اداره هم له افتونو سره د مبارزې په صوبايي اداره «پي ډي اېم ای» کې ضم شوه.

د پي ډي اېم ای ویاند تیمور علي د جون پر ۱۱مه مشال راډیو ته وویل، په قبایلي ضلعو کې د هر ډول ناورین پر مهال د هغوی اداره د حکومتي، امنیتي او مرستندویه ادارو ترمنځ د اړیکو مسووله وي.
هغه وايي:

"زموږ اداره د مرستو همغږي ترسره کوي. د ناورینونو پر مهال زموږ اداره هلته موجوده نه وي خو د ریسکیو ون ون ـ ټوټو، ضلعي انتظامیې، حکومتي او امنیتي ادارو ټول کارکوونکي زموږ د ډلې برخه وي. موږ سره خپله عمله نشته خو پورته د یادو شویو ټولو ادارو عمله زموږ په هماهنګۍ مرستندویه چارې پرمخ وړي."

تیمور علي وايي، د ناورینونو پر مهال که ضلعي انتظامیې ته د هیلي کاپټرو او نورو وسایلو ضرورت وي نو د هغوی اداره یې ورته برابروي.

قبایلي خبریال رسول داوړ وايي، د ښاري سیمو پرتله په قبایلي ضلعو کې د مرستندویه ادارو د عملې د صلاحیتونو د قوي کولو اړتیا ډېره لیدل کېږي:

هغه وايي:

"په قبایلي ضلعو کې چې کومه پېښه وشي، مرستندویه ادارې هومره په چټکۍ ځان نه رسوي لکه په ښاري سیمو کې چې وي. په دې وروستیو کې، په شمالي وزیرستان کې په بازارونو کې د اورلګېدو پېښې مخې ته راغلې خو مرستندویه عمله په ځنډ سره ورسېده چې له وجې یې خلکو ته په لویه پیمانه مالي زیانونه واوښتل. نو حکومت له پکار دي چې د عملې د صلاحیتونو په پیاوړي کولو فکر وکړي."

په خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلۍ په منظورۍ په ۲۰۱۲ کال کې د رېسکیو ون ون ـ ټوټو په نوم مرستندویه اداره جوړه شوې وه چې د کارونو د انسجام لپاره یې هر کال په بجټ کې ورته پیسې ځانګړې کېږي.

XS
SM
MD
LG