د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ: پاکستان ويسټ انډيز ته ماتې ورکړې، افغانستان له زیمبابوې سره لوبه کوي


د پاکستان او ويسټ انډيز کرکټ ټيمونو ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه په ملتان ښار کې لوبه وشوه.
د پاکستان او ويسټ انډيز کرکټ ټيمونو ترمينځ د ۲۰۲۲ز کال د جون پر اتمه په ملتان ښار کې لوبه وشوه.

د پاکستان کرکټ ټيم د جون پر اتمه ويسټ انډيز ته په لومړۍ يوه ورځنۍ لوبه کې په پينځو ويکټونو ماتې ورکړه.

د جون پر اتمه په ملتان انټرنېشنل کرکټ سټېډيم کې ويسټ انډيز پچه وګټله او په ټاکل شويو ۵۰ اوورونو کې يې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۰۵ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ۳۰۶ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې پاکستان د پينځو لوبغاړو په سوځېدو په وروستي اوور کې هدف ترلاسه کړ او لوبه يې وګټله.

د درې يو ورځنيو لوبو د دې لړۍ دويمه لوبه به د جون پر ۱۰مه او درېيمه به يې د جون پر ۱۲مه کيږي. ټولې لوبې به د پاکستان د پنجاب صوبې په ملتان ښار کې کېږي.

بلخوا د افغانستان او زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې نن (جون نهمه) په هرارې کې درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کوي.

افغانستان د دې سيريز دوه لوبې وار له مخې ګټلې او سيريز يې په خپل نوم کړی دی. لومړۍ یو ورځنۍ سیالي افغانستان په ۸ ویکټونو، او دويمه يې په ۶۰ منډو ګټلې وه.

دواړه لوبډلې به درې ۲۰ اووريزې سیالۍ هم کوي چې لومړۍ هغه به د جون پر ۱۱مه په هرارې کې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG