د لاسرسي ځای

تازه خبر

سوات قامي جرګه: له چکدرې تر فتح پوره دې نوې لاره د سیند پر غاړه تېره شي


سوات د پاکستان سیلانۍ سیمه ده خو ورغلې لارې یې معیاري نه دي: انځور له ارشیفه
سوات د پاکستان سیلانۍ سیمه ده خو ورغلې لارې یې معیاري نه دي: انځور له ارشیفه

د سوات قامي جرګې د یوې بیړنۍ غونډې په کولو سره د "سوات ایکسپریس وی" په نوم د یوې لویې لارې د پروژې مخالفت اعلان کړی دی.

دوی د مې په ۱۳مه د سوات په یوه ځايي هوټل کې سره راټول وو او د خیبر پښتونخوا له اعلا وزیر او نورو چارواکو نه یې غوښتنه کوله چې په سوات کې له چکدرې تر فتح پوره د ایکسپریس وی په موجوده نقشې دوی تحفظات لري. دوی وايي، که دا لاره په موجوده نقشه جوړه شي نو د سوات ډېره قیمتي او زرخیزه ځمکه به ترې اغېزمنه شي.

د سوات قامي جرګې مشران په یوه مقامي هوټل کې سره راټول شوي وو.
د سوات قامي جرګې مشران په یوه مقامي هوټل کې سره راټول شوي وو.

د جرګې یو مشر ذاهد خان چې د سوات د هوټلونو د اتحادیې مشر هم دی، د مې په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل:

"په سوات کې د کرکیلې ځمکې ډېرې کمې دي، حکومت چې په کومه لاره دا سړک جوړوي، زرعي ځمکې ورسره تبا کېږي او خلکو ته ټولنیزې او اقتصادي ستونزې جوړېږي. دا د ټول سوات د خلکو معاشي قتل دی."

د سوات خلک وايي، د تنګو سړکونو له وجې حادثې رامنځ ته کېږي: انځور له ارشیفه
د سوات خلک وايي، د تنګو سړکونو له وجې حادثې رامنځ ته کېږي: انځور له ارشیفه

د سوات د قامي جرګې ویاند احمد شاه د مې په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، جرګې پرېکړه کړې ده چې د سړک د اوسنۍ نقشې مخالفت به کوي او يه دې لړ کې به د سوات ولس هم په اعتماد کې اخلي.

هغه وايي:

"جرګه له حکومته غواړي چې ایکسپیریس وی دې د سیند په غاړه غاړه جوړ کړل شي، ځکه چې که په اوسنۍ ټاکلې نقشه جوړ شو نو د خلکو د حاصل ځمکې به ورسره خرابې شي. موږ پرېکړه کړې چې ډېر زر به په سوات کې یوه ټولشموله لویه جرګه راغواړو چې پکې به خلکو ته په دې اړه معلومات ورکوو او حکومت ته هم وایو چې د ولس غږ دې واوري."

د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۸کال کې د سوات ایکسپریس وی د جوړولو اعلان کړی وو. په دې پروژه ۵۸ اربه روپۍ لګښت راځي. د صوبايي اسمبلۍ غړي فضل حکیم د مې په ۱۳مه مشال راډیو ته وویل، حکومت به داسې فیصله کوي چې د ولس په ګټه وي.

د سوات اوسېدونکي پر کرنیزو ځمکو د لویې لارې جوړولو پرضد په احتجاج دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

نوموړی وايي:

"وزیر اعلا دې ته یو تخنیکي ټیم جوړ کړی چې مشري یې کمېشنر کوي او نور پوهان هم پکې شامل دي. وزیر اعلا وايي چې دا تخنیکي ټیم دې د ځمکو د مالکانو سره هم وګوري او په ګډه دې یوه داسې پرېکړه وکړي چې د ولس په ګټه وي."

فضل حکیم وايي، په سوات کې چې دا لاره جوړېږي نو طبعي خبره ده چې د ځینو خلکو ځمکې به ورسره خرابېږي خو د انفرادي تاوان په ځای د اولس اجتماعي ګټو ته پام کول ضروري دي. نوموړی وايي، صوبايي حکومت به داسې پرېکړه کوي چې د قام په فایده وي.

د سوات ایکسپریس وی پروژې په دویمه برخه کې له چکدرې ترفتح پوره حکومتي چارواکو د سړک جوړولو لپاره نخښې اېښي دي چې پکې اووه نیم زره کاناله ځمکه د خلکو له لاسه ووځي. د سیمې خلکو په دې اړه تر دې مخکې هم په وار وار احتجاجونه کړي دي. خو بل پلو، صوبايي حکومت ویلي چې وزیر اعلا به په روانه مې میاشت کې د دې سړک د جوړولو باقاعده پرانیسته کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG