د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال وايي د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره ځانګړی روغتون درمل او اکسیجن نه لري


یو ډاکتر په خوست کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره په ځانګړي روغتون کې یوه ښځه معاینه کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.
یو ډاکتر په خوست کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره په ځانګړي روغتون کې یوه ښځه معاینه کوي - د ۲۰۲۲ز کال د جنورۍ پینځمې انځور.

د خوست اوسېدونکي وايي، چارواکي دې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ د درملنې لپاره د ۲۰ بستریز روغتون ستونزې او نیمګړتیاوې ختمې کړي.

دوی د جنورۍ پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، په روغتون کې د کورونا وایرس د نوې اومېکرون بڼې د تشخیص لپاره ټېکنالوژي او د اړتیا وړ اکسیجن او درمل نه شته.

د کورونا وایرس اومېکرون بڼه په نومبر کې په جنوبي افریقا کې وموندل شوه او د روغتیا نړیوال سازمان وايي، لومړنۍ پلټنې ښيي چې د پخوانیو بڼو پرتله په تېزۍ خپرېږي. خو سازمان دا هم وايي چې ښايي اومېکرون د ډېلټا بڼې په څېر خلک سخت ناروغه نه کړي.

مولوي محمد امین له څو ورځو راهیسې له خپل یوه ناروغ سره د کورونا وایرس ناروغانو لپاره په ځانګړي روغتون کې دی. دی وايي، هلته مجهزه لېبارټري (لابراتوار) نه شته. "یو خو که همدلته په روغتون کې لابراتواري معاینات وشي، ځکه خلک بېوزله دي او د ټېسټونو وس نه لري، بل په روغتون کې اکسیجن کم وي، چې دا پوره شي او هر وخت ناروغ ته په روغتون کې موجود وي."

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د ځانګړي روغتون د یوې خونې انځور
د کووېډ-۱۹ ناروغۍ لپاره د ځانګړي روغتون د یوې خونې انځور

ناروغ لرونکي د روغتون له ډاکترانو او نورو روغتیايي کارکوونکو خوشاله دي خو وايي، پکې درمل نه شته.

شاه محمد وايي، که دا روغتون د کورونا وایرس ناروغۍ د درملو له اړخه اکمال شي، نو د دې ځای درملنه به لا نوره ښه شي.

اخوا د روغتون ډاکتران او روغتیايي کارکوونکي وايي، له تېرو شپږو میاشتو راهیسې یې تنخاګانې نه دي اخیستي.

خو د خوست روغتیايي مسوولین د مشکلاتو د هواري ډاډ ورکوي. د ولایتي او تخصصي روغتون سرطبیب ډاکټر سخي سردار وايي، کوشش کوي چې ژر ستونزې حل کړي. "اکسیجن خو یو څه شته او له هغې استفاده کېږي، دا دوه ورځې لږه وقفه پکې راغلي او انشاالله دا ستونزه په حل کېدو ده. د ډاکټرانو معاشونه بند پاتې دي او د معاشونو مشکل يې هم حل کېدونکی دی. "

ډاکتر سردار دا و نه ویل چې اکسیجن او درمل کله پوره کوي او روغتیاپالانو ته به کله تنخاګانې ورکوي.

د روغتیايي سرچینو د مالوماتو پر بنسټ په خوست کې په وروستیو کې یو ځل بیا د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دی. دوی وايي، د جنورۍ پر څلورمه په شویو ۲۱ ټېسټونو کې یې ۱۸ مثبت ول خو زیاتوي چې دا ځل د پخوا پرتله له ناروغۍ څخه د مړینو پېښې کمې دي. معلومه نه ده چې په خوست کې په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د کورونا وایرس څومره پېښې ثبت شوې دي او څومره کسان له ناروغۍ مړه شوي او څومره ورڅخه رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG