د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې پر اعلاوزیر د بې باورۍ تحریک دایر شوی


له قانون سره سم، د بلوچستان اسمبلي سپیکر باید په دوو اوونیو کې د بې باورۍ پر تحریک د بحث لپاره غونډه وروغواړي - پخوانی انځورږ
له قانون سره سم، د بلوچستان اسمبلي سپیکر باید په دوو اوونیو کې د بې باورۍ پر تحریک د بحث لپاره غونډه وروغواړي - پخوانی انځورږ

د بلوچستان د اسمبلۍ ۱۴ غړو پر اعلاوزیر عبدالقدوس بزنجو د بې باورۍ تحریک دایر کړی دی.

قرارداد د صوبې پخواني اعلاوزیر جام کمال خان، د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني مشر سردار یار محمد رند او د عوامي نیشنل ګوند پارلېماني مشر اصغر خان اڅکزي د مې ۱۸مې پر مازیګر د سپیکر مرستیال ته وړاندې کړ.

د عدم اعتماد تحریک تر جمع کولو وروسته پخواني اعلاوزیر او د بلوچستان عوامي ګوند مرکزي مشر جام کمال وویل، بزنجو یې هم د ګوند غړی دی خو په تېرو اووه میاشتو کې د هغه په مشرۍ له "بلوچستان سره ظلم" شوی دی چې "د منلو وړ نه دی."

نوموړي وویل، پر قرارداد د اسمبلۍ ۱۴ غړو لاسلیک کړی دی چې له قانون سره سم باید سپیکر یې په اړه په دوو اوونیو کې دننه غونډه وروغواړي.

د پاکستان تحریک انصاف سیاستوال سردار یار محمد رند خبریالانو ته وویل چې بزنجو ځکه له څوکۍ ګوښه کول غواړي چې د ده په خبره، په واکمنۍ کې یې درغلي شوې ده.

د بلوچستان اعلاوزیر میر عبدالقدوس بزنجو پر ځان د لګېدلو تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو نوموړي په صوبايي حکومت کې د شاملو هغو وزیرانو او د اسمبلۍ غړو پرضد د "سختو اقداماتو" پورته کولو پرېکړه کړې چې پر قرارداد یې دستخط کړی دی.

د اعلا وزیر دفتر د مې پر ۱۸مه شپې ناوخته په بیان کې ویلي چې بزنجو امر کړی دی چې د اسمبلۍ هغه غړي دې له حکومتي څوکیو لیرې کړي.

د هغې صوبې په اسمبلۍ کې ټول ۶۵ غړي دي او د اعلاوزیر بزنجو پرضد د عدم اعتماد تحریک بریا لپاره د ۳۳ غړو د رایو اړتیا ده.

د بزنجو ګوند په اسمبلۍ کې ۲۴ غړي لري خو د ګوند مرکزي مشر جام کمال هم د وزیراعلا خلاف دی.

جام کمال په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د اېتلافي حکومت ګوندونو ورسره د قراداد د ملاتړ ژمنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۱ز کال د اکتوبر پر ۲۵مه د نوموړي پرضد هم د عدم اعتماد تحریک وړاندې شوی وو خو جام کمال خان ورباندې په نومبر کې تر رایې اچونې مخکې استعفا ورکړې وه او بیا بزنجو نوی اعلاوزیر منتخب شوی وو.

بلوچستان عوامي ګوند اوسمهال په اسمبلۍ کې ۲۴ غړي لري. په اېتلافي حکومت کې شامل ګوندونه تحریک انصاف، عوامي نیشنل ګوند، بلوچستان نیشنل ګوند او هزاره ډېموکریټېک پارټي ۱۶ غړي لري.

خو د جمعیت علمای اسلام (ف) د ۱۱ څوکیو په ګډون پاتې غړي د نورو مخالفه ګوندونو دي.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اعلاوزیر پرضد د عدم اعتماد تحریک پر داسې مهال دایر شوی دی چې د اپرېل پر ۱۰مه نیمه شپه مخالفه ګوندونو د تحریک انصاف مشر عمران خان د وزیراعظمۍ له څوکۍ لیرې کړ. هغو مخالفه ګوندونو هغه مهال ویلي ول چې په پنجاب او بلوچستان کې به هم د تحریک انصاف اېتلافي حکومتونه ړنګوي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG