د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوی اعلا وزیر شو


د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو
د بلوچستان اعلا وزیر عبدالقدوس بزنجو

بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپیکر عبدالقدوس بزنجو د اکتوبر پر ۲۹ مه نېټه د بلوچستان صوبې نوی اعلا وزیر وټاکل شو.

د ډپټي سپیکر سردار بابر موساخېل په مشرۍ د جمعې پر ورځ په غونډه کې د نوي اعلا وزیر لپاره رایې واچول شوې چې پکې ۳۹ غړو د عبدالقدوس بزنجو ملاتړ وکړ.

د اپوزېشن ګوندونو غړي، پخوانی اعلا وزیر جام کمال خان او نواب اسلم ریسانی غونډې ته نه وو ورغلي او د عوامي نیشنل ګوند یو غړی ملک نعیم بازیی د رایو تر اچولو وروسته د اسمبلۍ تالار ته حاضر شو.

د اسمبلۍ ډپټي سپیکر سردار بابر موساخېل د عبدالقدوس بزنجو نوم داعلاوزیر په توګه اعلان کړ.

مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملی عوامي پارټۍ او نیشنل پارټي تور پورې کوي چې د دوی د اېتلافي حکومت ړنګولو کې د پاکستان ایسټبلشمنټ لاس وو خو هغه یې دا تورونه ردوي.

نوی اعلا وزیر په دغه صوبه کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې له پخواني اعلا وزیر جام کمال خان سره د ګوند دننه او د اپوزېشن ګوندونو د سیاسي اختلافاتو په نتیجه کې راغلی. د اکتوبر پر ۱۱مه د جام کمال خلاف د هغه د ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۴ غړو د بې باورۍ قرارداد راوړی وو چې د اکتوبر پر ۲۰مه رسماً اسمبلۍ ته وړاندې شو او خپله د اپوزېشن ۲۳ غړي لا د وړاندې د نوموړي پرضد ول نو د ځان خلاف اکثریت ته په کتو یې د اکتوبر پر ۲۴مه له خپلې څوکۍ استعفا وکړه.

د بلوچستان عوامي ګوند مرورو غړو او اپوزیشن تور پورې کاوه چې جام کمال خان په حکومتي چارو کې په اعتماد کې نه اخیستل او د خپلو وزیرانو په کارونو کې یې مداخله کوله. د اسمبلۍ یوشمېر غړو همداراز تور پورې کاوه چې اعلاوزیر ورته د حلقو د پرمختیايي چارو لپاره پیسې نه ورکولې.

خو پخواني اعلا وزیر تر استعفا مخکې په بیا بیا دا تورونه رد کړي ول او دریځ یې لاره چې په خپله څه د پاسه درې کلنه واکمنۍ کې یې په صوبه کې یوشمېر پرمختیايي پروژې عملي کړې وې.

عبدالقدوس بزنجو څوک دي ؟

عبدالقدوس بزنجو په ۱۹۷۴ کال کې د بلوچستان په لیرې پرته سیمه اواران کې د عبدالمجید په کور کې زوکړی دی. هغه لومړۍ زده کړې د اوران په جاهو کې کړې او په ۲۰۰۰ ز کال یې له بلوچستان پوهنتون کوټې څخه ایم اې انګرېزي کې ډګري ترلاسه کړې ده. نوموړي په ۲۰۰۲ز کال د مسلم لیګ ق تر سیوري لاندې سیاسي میدان ته دانګلي او د پي بي آوران څخه یې په عامو انتخاباتو کې برخه اخیستې وه او د لومړي ځل لپاره د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو.

عبدالقدوس بزنجو تر ۲۰۰۷ز کاله د پخواني اعلا وزیر جام محمد یوسف د کابینې برخه وو. په ۲۰۰۸ ز کال کې عبدالقدوس بزنجو په عام انتخاباتو کې پاته راغلی خو وروسته یې ضمني ټاکنې ګټلې وې او د صوبې د څارویو (حیواناتو) وزیر ټاکل شوی وو. په ۲۰۱۳ ز کال په عامو انتخاباتو کې نوموړي یوځل بیا له اورانه د بلوچستان اسمبلۍ غړی وټاکل شو او ډپټي سپیکر جوړ شو. په کال ۲۰۱۵ کال چې کله جان محمد جمالي د سپیکر له عهدې استعفا وکړه نو عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر وټاکل شو. وروسته عبدالقدوس بزنجو د سپیکر له چوکۍ څخه لیرې کړل شو او پرځای راحیله درانۍ سپیکره شوه.

عبدالقدوس بزنجو د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ په میاشت کې د مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او نیشنل پارټي د اېتلافي حکومت پرضد چې اعلا وزیر یې نواب ثناء الله زهري وو، پرضد د بې باورۍ قرارداد (تحریک عدم اعتماد) راوړي وو او په څو ورځو کې دننه نواب ثناء الله زهري استعفا وکړه او پرخای یې دی (عبدالقدوس بزنجو) نوی اعلا وزیر راغلی. مسلم لیګ ن، پښتونخوا ملی عوامي پارټۍ او نیشنل پارټي تور پورې کوي چې د دوی د اېتلافي حکومت ړنګولو کې د پاکستان ایسټبلشمنټ لاس وو خو هغه یې دا تورونه ردوي. عبدالقدوس بزنجو د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ له ۱۳مې نېټې څخه د ۲۰۱۷ز کال د جون تر اوومې نېټې وزیر اعلا پاته شوی وو.

په ۲۰۱۸ ز کال د مارچ په میاشت کې په بلوچستان کې یوه نوې سیاسي پارټۍ بلوچستان عوامي پارټي جوړه شوه چې عبدالقدوس بزنجو یې په بنسټښودو کې وو. د هغه کال پر ۲۵م جولای شویو ټولټاکنو کې عبدالقدوس بزنجو یوځل بیا له اواران څخه د بلوچستان اسمبلۍ غړی منتخب شو او د اګست پر ۱۶مه نېټه د بلوچستان اسمبلی سپیکر وټاکل شو.

د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۱مه نېټه عبدالقدوس بزنجو له خپلو ۱۴ ملګرو سره یوځای د بلوچستان اسمبلۍ کې د پخواني اعلا وزیر جام کمال پرضد د بې باورۍ قرارداد (تحریک عدم اعتماد) راوړ چې له امله یې جام کمال د اکتوبر پر ۲۴ مه نېټه خپله څوکۍ پرېښوه او وروسته عبدالقدوس بزنجو د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر چوکۍ پرېښوه او د اکتوبر پر ۲۹ نېټه (نن) د بلوچستان صوبې د ۱۸م اعلا وزیر په توګه د دویم ځل لپاره و ټاکل شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG