د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپا ته د ورتلونکو ناقانونه کډوالو شمېر د پام وړ زیات شوی


له منځني ختيځه اروپا ته روان کډوال
له منځني ختيځه اروپا ته روان کډوال

اروپایي ټولنې د پولې ساتنې اداره وايي د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې اروپايي هېوادونو ته د ورغلو ناقانونه کډوالو شمېر زیات شوی دی.

وارسا میشتې د پولې ساتنې ادارې، فرونتیکس د مې په ۱۶مه وویل، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې د ۵۷ زره او اته سوه ناقانونه کډوالو دوسیې ثبت کړي چې دا د تېرکال د همدۍ مودې په پرتله په سلو کې ۶۹ زیاتوالی ښیي.

دغې ادارې ویلي، چې په اوکراین کې د جګړې له امله کډوال شوي خلک په دغو شمېرو کې نه دي شامل.

فرونتیکس ویلي، له ۲۷ زره زیات کسان د لویدیځ بالکان له لارې اروپایي ټولنې ته داخل شوي چې دا د تېر کال په همدې موده کې له دې لارې د اروپایي ټولنې غړیو هېوادونو ته د اوښتو ناقانونه کډوالو ۱۳۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د دغې ادارې په وینا اکثره ناقانونه کډوال د افغانستان او شام سره تعلق لري.ناقانونه کډوال له لویدیځ بالکان پرته د ختیځې مدیترانې، د ترکیې له لارې هم یونان او قبرس ته ځانونه رسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG