د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراین پر ماریوپول ښار د روسیې بریدونه دوام لري


د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د ازوفستال د فولاده کارخانه
د اوکراین په بندري ښار ماریوپول کې د ازوفستال د فولاده کارخانه

په داسې حال کې چې روسیو ځواکونو او د ماریوپول ښار د ازوفستال د فولادو په کارخانه کې بند پاتې اوکراینیو سرتېرو نښتو ته دوام ورکړی دی، د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېرېش د اوربند کېدو هیله ښوولې چې له هغې ویجاړې شوې ودانۍ څخه د نورو ولسي وګړو وتلو ته لاره برابره شي.

روسي سرتېري، تر شاوخوا دوه نیمو میاشتو سختې بمبارۍ وروسته چې پکې ښار تر ډېره په کنډواله بدل شوی، د فولادو هغې لویې کارخانې ته داخل شوي دي.

په هغه ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ اوکراینیو جنګیالیو او سلګونه ولسي وګړو په سورنګونو او تر ځمکې لاندې په خوندي ځایونو کې پناه اخیستې ده.

اوکرایني ځواکونه وايي چې روسیو سرتېرو په وروستیو ورځو کې پر کارخانې حملې زیاتې کړې دي او ښايي د مې تر نهمې پورې یې د نیولو په تکل وي.

روسیه د مې نهمه په ۱۹۴۵ز کال کې د ناڅي (نازي) جرمني پرضد د پخواني شوروي اتحاد د بریا ورځې په توګه لمانځي.

د ماریوپول سقوط د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین لپاره یوه لویه بریا ګڼل کېږي ځکه چې له دې سره به اوکراین له یوه مهم بندري ښاره بې برخې شي او روسیې ته به موقع په لاس ورشي چې له کریمیا ټاپووزمې سره ځمکنی دهلېز پرانیزي او همداراز، په ماریوپول کې د جګړې په ختمېدو به روسان وکولای شي چې له هغو ځواکونو څخه په دونباس او نورو برخو کې کار واخلي.

کرېملېن وايي، د اوکراین په ختیځ کې هغه صنعتي سیمه نیول یې لوی هدف دی. روسیې په ۲۰۱۴ز کال کې له اوکراینه کریمیا سیمه ونیوله او تر خپل واک لاندې یې راوسته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG