د لاسرسي ځای

تازه خبر

شامی ولسمشر په ناڅاپي سفر ایران ته تللی دی


شامي ولسمشر بشارالاسد د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره ولیدل او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراخولو یې ټینګار وکړ - پخوانی انځور.
شامي ولسمشر بشارالاسد د ایران له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي سره ولیدل او د دوه اړخیزه اړیکو پر پراخولو یې ټینګار وکړ - پخوانی انځور.

د شام ولسمشر بشارالاسد په یوه ناڅاپي سفر ایران ته تللی او هلته یې له ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي سره ولیدل.

دا ۱۱ کاله مخکې په شام کې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې د اسد ایران ته دویم سفر وو. ایران او روسیه د شام مهم ملګري پاتې شوي دي او د اسد د واکمنۍ ملاتړ ته یې دوام ورکړی.

ایرانیو رسنیو د مې پر اتمه د اسد انځورونه خپاره کړي چې له خامنه يي سره ستړي مه شي کوي او بلې خوا ته ولسمشر ابراهیم رییسي موسکی ولاړ دی. ایرانۍ رسنۍ وايي، د ملاقات پرمهال دواړو خواوو د خپلو هېوادونو د "پیاوړو اړیکو" ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې لا به يې پیاوړي کوي.

د ایران نیمه رسمي تسنیم خبري اژانس په وینا، علي خامنه يي اسد ته وویل چې "شام د پخوا پرتله لا دروند او باوري شوی دی او هر کس ورته د ځواکمن" هېواد "په سترګه ګوري."

ده زیاته کړې، د دواړو هېوادونو ترمینځ تعلقات "مهم دي او باید کمزوري نه شي بلکې چې څومره ممکنه وي، هومره پیاوړي شي."

اژانس وايي، اسد ټینګار وکړ چې د تهران او دمشق ملګرتیا "په منځني ختیځ کې د اسراییلو د نفوذ پر وړاندې د یو دفاعي مورچل" په څېر ده. اسد په خپلو خبرو کې د ایران له لوري، د ده په وینا، "د ترهګرۍ پرضد په جګړه" کې د مرستې ستاینه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG