د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین په راتلونکې کې د سختو ورځو خبردارې ورکړی


یو کارکوونکی په خارکیف کې تر برید وروسته د اوروژنې پرمهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.
یو کارکوونکی په خارکیف کې تر برید وروسته د اوروژنې پرمهال - د اپرېل ۱۲مې انځور.

د اوکراين د دفاع وزیر وايي، هېواد یې "ډېرې سختې اوونۍ" مخې ته لري او په ختیځ کې یې د روسیې د لویې کچې له روانو عملياتو څخه د "لوی ويجاړي" خبرداری ورکړی.

د دفاع وزیر اولېکسي رېزنيکوف د اپرېل پر ۲۷مه د "ويجاړۍ او له درده ډکې مرګ ژوبلې" د خبرداري په ورکولو زیاته کړې چې روسیه به چې "څومره ممکنه وي، هومره درد" ورسوي.

د اپرېل پر ۲۷مه، غربي هېوادونو پر روسیې تور پورې کړ چې پر پولینډ او بلغاريا د ګیسو له درولو سره د بلیکمېل يا په ناجایزه ډول خپل اهداف تر لاسه کوي. د پولینډ وزيراعظم ماتیوش موراوېڅکي د روسیې دا کار پر خپل هېواد مستقيم برید بللی او ویلی يې دي چې تر مني (خزان) وروسته به له روسیې نور ګیس نه اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د انرژۍ دولتي شرکت ګازپروم د اپرېل پر ۲۷مه بلغاریا او پولینډ ته په مکمل ډول د ګېسو ورکړه ودروله. ګازپروم د اپرېل پر ۲۷مه، په بیان کې وویل چې د ګیسو د لېږد د درولو لامل دا دی چې هغو هېوادونو ورته په روسیو روبلو پیسې ور نه کړې.

له دې سره پولینډ او بلغاریا د اروپايي ټولنې هغه لومړي هېوادونه شول چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته ورباندې مسکو ګیس بند کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG