د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين جګړه: پوپ فرانسېس له ولسمشر پوتين سره ليدل غواړي


پوپ فرانسیس هغه بیرغ خلکو ته ښيي چې نوموړي ته د اوکراين له بوچا وروړل شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل شپږمې انځور.
پوپ فرانسیس هغه بیرغ خلکو ته ښيي چې نوموړي ته د اوکراين له بوچا وروړل شوی دی - د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل شپږمې انځور.

په داسې حال کې چې په اوکراین کې جګړه روانه ده، د نړۍ د کیتلېک عیسویانو مشر پوپ فرانسېس د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د لیدو غوښتنه کړې ده.

پوپ فرانسېس د مې په درېيمه په خپره شوې مرکه کې وویل چې په اوکراین کې د جګړې درولو لپاره یې په مسکو کې له ولسمشر پوتین سره د ملاقات غوښتنه کړې خو لا یې څه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

نوموړي د اېټالیا کوریرې ډېلاسېرا ورځپاڼې ته وویل چې په اوکراین کې د جګړې تر پیل درې اوونۍ وروسته یې د واتېکان لوړپوړي دېپلومات ته ویلي ول چې له پوتین سره د ملاقات لپاره پیغام ورولېږدوي.

نوموړي دا هم وویل چې د هنګري وزیراعظم وېکتور اوربان ورته ویلي چې پوتین د مې پر نهمه د جګړې پای ته رسولو پلان لري.

روسیه دا ورځ په ۱۹۴۵ز کال کې د ناڅي (نازي) جرمني د تسلیمېدو او د روسیې د بریا د ورځې په توګه لمانځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG