د لاسرسي ځای

تازه خبر

مفتاح اسماعیل: د دولتي بانک د مشر رضا باقر د دندې موده پای ته رسېدلې


د پاکستان دولتي بانک د هېواد مالي چارو پالیسي ټاکي - پخوانی انځور
د پاکستان دولتي بانک د هېواد مالي چارو پالیسي ټاکي - پخوانی انځور

د پاکستان د خزانې وفاقي وزیر مفتاح اسماعیل ویلي، حکومت د دولتي بانک (سټېټ بینک) د ګورنر رضا باقر د واک موده نه غځوي، او د مې پر څلورمه یې دنده پای ته رسېدلې ده.

نوموړي د مې پر څلورمه پر ټوېټر په بیان کې ولیکل چې له قانون سره سم، د باقر تر تګ وروسته د بانک مرستیال ډاکتر مرتضا سید د بانک نوی مشر ټاکل شوی دی.

اسماعیل تر دې یوه ورځ مخکې پر ټوېټر لیکلي ول چې د بانک له مشر رضا باقر سره یې خبرې شوې دي او هغه یې له حکومتي پرېکړې خبر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی وو چې حکومت د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېف) سره د پور په اړه د تر معاملې کولو وروسته تر درو کلونو پورې د باقر د دندې مودې پر غځولو غور کوي.

رضا باقر د ای اېم اېف پخوانی چارواکی دی چې ولسمشر عارف علوي د کال ۲۰۱۹ ز د مې پر څلورمه د درې کلونو لپاره د پاکستان دولتي بانک مشر ټاکلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG