د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق پر کردستان د توغندیو برید شوی دی


د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۳مه د ایرانیو ځواکونو د توغندیو په برید کې په اېربیل ښار کې د زیانمنې شوې ودانۍ انځور.
د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر ۱۳مه د ایرانیو ځواکونو د توغندیو په برید کې په اېربیل ښار کې د زیانمنې شوې ودانۍ انځور.

د عراق په نیمه خپلواکه کردستان کې چارواکي وايي چې د هغې سیمې په شمالي اېربیل ښار کې د تېلو پاکولو له کارخانې سره نېږدې شپږ توغندي ویشتل شوي دي.

چارواکو د مې پر لومړۍ نېټه په شوې پېښه کې د مرګ ژوبلې یا نور زیان په اړه څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې توغندي د عراق له نینوا ولایته توغول شوي دي.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د اپرېل پر شپږمه هم د "کار" په نوم د تېلو پاکولو له مرکز سره نېږدې توغندي ویشتل شوي ول خو پکې مرګ ژوبله نه وه شوې.

په مارچ کې ایرانیو ځواکونو د کردستان پر مرکز اېربیلتر ۱۰ زیات بیلېسټېک توغندي ویشتي ول او دعوه یې کړې وه چې په برید کې یې د اسراییلو یو ستراتیژیک مرکز په نښه کړی دی خو کردي چارواکي ټینګار کوي چې اسراییل په هغه ښار یا په بله سیمه کې هېڅ مرکز نه لري.

هغه د کردستان د کورنیو چارو وزارت ویلي ول چې د مارچ پر ۱۳مه توغندیو د امریکايي قونصلګرۍ نوې وداني او ورسره په ګاونډ کې رهایشي سیمه په نښه کړه. خو وزارت په بیان کې ویلي چې په برید کې یو ملکي وګړی ژوبل شوی او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

امریکا له ایرانه د توغندیو د برید سخته غندنه کړې وه. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي ول چې په برید کې "هېڅ امریکايي ودانۍ نه دي زیانمنې شوې" او د هغه هېواد "هېڅ کارکوونکی نه دی ژوبل شوی." نوموړي زیاته کړې وه چې داسې "نه ښکاري چې د حملې هدف امریکايي" تاسیسات ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG