د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران انقلاب ساتونکي ځواک د عراق شمال کې د توغندیو برید ذمه واري منلې


د مارچ پر ۱۳مه په اېربیل کې د ایرانیو توغندیو په برید کې زیانمنه شوې ودانۍ ښکاري.
د مارچ پر ۱۳مه په اېربیل کې د ایرانیو توغندیو په برید کې زیانمنه شوې ودانۍ ښکاري.

د ایران اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک د عراق په شمالي اېربیل ښار کې د راکټي برید ذمه واري منلې ده.

د کردستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د مارچ پر ۱۳مه پر اېربیل ښار تر ۱۰ زیات بیلېسټېک توغندي ولګېدل چې هلته یې د امریکايي قونصلګرۍ نوې وداني او ورسره په ګاونډ کې رهایشي سیمه په نښه کړه. خو وزارت په بیان کې ویلي چې په برید کې یو ملکي وګړی ژوبل شوی او ودانۍ زیانمنې شوې دي.

ایرانیو رسنیو خبر ورکړی چې سپاه پاسداران انقلاب ځواک په خپل بیان کې د حملې ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې په اېربیل کې یې د اسراییلو "ستراتیژیک مرکزونه" په نښه کړي دي.

بیان زیاتوي چې د "اسراییلو له لوري به د بریدونو تکرار له سخت، پرېکنده او ویجاړوونکي غبرګون سره مخامخ شي."

د عراق د ملي امنیت وزارتي شورا ویلي دي چې له ډېپلوماټیکو لارو یې له ایرانه "مخلص او واضح" سپیناوی غوښتی دی.

امریکا له ایرانه د توغندیو برید سخته غندنه کړې ده. د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي دي چې په برید کې "هېڅ امریکايي ودانۍ نه دي زیانمنې شوې" او د هغه هېواد "هېڅ کارکوونکی نه دی ژوبل شوی."

نوموړي زیاته کړې داسې "نه ښکاري چې د حملې هدف امریکايي" تاسیسات ول.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سولېوان ویلي دي چې واشنګټن هڅه کوي چې عراق د توغندیو دفاعي وړتیاوې ترلاسه کړي چې د ځان ساتنه وکړای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG