د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت پر پب جي ګېم او ټېکټاک بندیز ولګاوه


په لندن کې د ټېکټاک په دفتر کې يو کارکوونکی خپل موبايل ګوري - انځور له ارشیفه
په لندن کې د ټېکټاک په دفتر کې يو کارکوونکی خپل موبايل ګوري - انځور له ارشیفه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ويډيوګانو د شريکولو پر اپليکېشن ټېکټاک او ويډيو ګېم پب جي بندیز لګولی دی.

د طالبانو د حکومت مرستيال وياند انعام الله سمنګاني د اپرېل پر ۲۱مه پر ټوېټر ليکلي چې دا پرېکړه د کابينې په غونډه کې وشوه.

ټېکټاک د ويډ‌يو شريکولو تفريحي ایپ دی او پب جي په مجازي ډول د ټوپکو د جګړې ويډيويي لوبه ده. دواړه په ځوانانو کې ډېر شهرت لري.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست په ۱۵مه د افغانستان جمهوري او منتخب حکومت ليرې او پر ځای یې خپله سختدريځه واکمني پيل کړه. له هغه وخت راهیسې پر رسنيو او بیان ازادۍ یولړ بندیزونه لګولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG