د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنو کې پر خوست د بمبارۍ ضد احتجاجي پرلت دوام لري


د ۲۰۲۲ز کال د اپرېل پر ۱۶مه پر خوست د پاکستانيو جټ الوتکو د بمبارۍ يو ټپي ماشوم

د اپرېل پر ۱۶مه په خوست کې د پاکستانیو ځواکونو د بمباريو پر ضد په بنو کې د شمالي وزیرستان د مداخېلو قبیلې احتجاجي پرلت له تېرو درو ورځو راهيسې دوام لري.

پرلتوال وايي، په هغو هوايي حملو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه وزيرستاني کډوال وژل شوي دي.

د افغانستان د طالبانو حکومت سيمه ييز چارواکو د اپرېل پر ۱۸مه تاييد کړې چې د خوست په بمباريو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي او ۲۲ ټپيان دي.

د بنو احتجاجي پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین ترڅنګ د سيمې ولسي مشرانو ویناوې کړې دي.

پښتین د اپرېل ۱۹مې پرلت ته په وينا کې د افغانستان او پاکستان پر حکومتونو غږ وکړ چې په سيمه کې د امن د ټينګښت ذمه وارۍ پوره کړي، پر بېګناه خلکو د حملو مخه ونيسي او د بېکوره خلکو تحفظ یقیني کړي.

پرلتوال وايي، په ۲۰۱۴ز کال کې په سیمه کې د وسله والو پرضد د پاکستان پوځ د عملیاتو له وجې د مداخېلو زرګونه خلک افغانستان ته کډه شول، هلته د بېوسۍ ژوند کوي او پر پوله د تګ راتګ اجازه هم نه لري.

د مظاهره چیانو د دې څرګندونو او غوښتنو په اړه ځايي انتظامیې تر دې دمه څه نه دي ویلي.

البته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اپرېل پر ۱۷مه په يوه بيان کې ويلي ول چې وسله وال د افغانستان له خاورې په پاکستان کې ترهګر بريدونو کوي. په بيان کې د خوست د بمباريو يادونه نه وه شوې خو پکې زياته شوې وه چې پاکستان د افغانستان "ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی" او د دوه اړخيزه مسلو د حل لپاره له افغان حکومت سره پر ګډ کار يقين لري.

د بنو د پرلت منتظمين او ويناوال ټينګار کوي چې د خوست د هوايي بمباريو د قربانيانو له کورنيو سره تر انصاف کېدو پورې احتجاج ته دوام ورکوي.

XS
SM
MD
LG