د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیالکوټ کې د وژل شوي سري لنکايي وګړي جسد خپل وطن ته ولېږدل شو


پريانتکا کمار د پاکستان سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو
پريانتکا کمار د پاکستان سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو

د پاکستان حکومت د پنجاب په سیالکوټ کې د وژل شوي سريلنکايی وګړي جسد د هغه هېواد ته لېږدولی دی.

د پنجاب وزیر اعلی عثمان بزدار پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پریانتا کمار مړی د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه له لاهوره سريلنکا ته ولېږدول شو. نوموړي يوه ويډيو خپره کړې چې پکې ښکاري، ځينو کسانو يو تابوت نيولی چې ورباندې د ګلونه خواره دي.

پريانتکا کمار د پاکستان سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو چې د ډېسېمبر پر درېمه نېټه پارېدلو کسانو په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته د هغه مړی وسوځاوه. دوی پر هغه د توهين رسالت تور پورې کړی خو په دې اړه يې هېڅ شواهد وړاندې کړي نه ول.

د پنجاب پوليسو د ډېسېمبر پر شپږمه نېټه ويلي چې د هغه د وژنې په تړاو يې اووه نور مشکوکه کسان نيولي دي.

پوليسو پر ټويټر پاڼه ليکلي چې په نيول شويو کې هغه کس هم شامل دی چې په ادعا يې وژنه يې پلان کړې وه. پولیس زیاتوي چې له تازه نيونو سره د قتل په دې پېښه کې د نيول شويو مشکوکو کسانو شمېر ۱۳۱ ته رسېدلی دی. پولیسو د دې پېښې په تړاو د ۹۰۰ کسانو پرضد رپورټ درج کړی دی.

XS
SM
MD
LG