د لاسرسي ځای

تازه خبر

روسي ځواکونو پر کيېف او لوييف ښارونو ميزايل ويشتلي دي


فرانس پريس اژانس د یو ځايي کس په حواله وايي چې د ځينو ودانيو د پاسه يې په اسمان کې خړ لوګي ليدلي دي.
فرانس پريس اژانس د یو ځايي کس په حواله وايي چې د ځينو ودانيو د پاسه يې په اسمان کې خړ لوګي ليدلي دي.

اوکرايني چارواکي او رسنۍ وايي د اپرېل پر ۱۸مه سهار وختي په پلازمينه کیېف ، لوييف او دنیپروپېتروفسک کې یو شمیر چاودنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر هغه هيواد د روس لخوا يرغل دوام لري.

د سسپیلني رسنیزې ادارې په يو رپورټ کې ویل شوي چې په دنیپروپېتروفسک سیمه کې د دې بریدونو له امله دوه کسان ژوبل شوي دي.

د لوييف ښار وال اندرې سادوييي وايي چې د اوکراين غربي خوا ته پر دغه ښار د روسي ميزايلو پنځه سختې حملې شوې دي خو په سمدستي توګه نه ده معلومه چې ایا په هغه سیمه کې څه مرګ ژوبله شوې ده او که نه.

فرانس پريس اژانس د یو ځايي کس په حواله وايي چې د ځينو ودانيو د پاسه يې په اسمان کې خړ لوګي ليدلي دي. ښار وال په خپله ټيلیګرام پاڼه ليکلي چې په سیمه کې امدادي کاروبانې روانې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG