د لاسرسي ځای

تازه خبر

په انګور اډه کې کرفيو ختمه خو افغانستان ته د تګ لار تړلې ده


يو پاکستانی پوځي په انګور اډه کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار سره نيزدې ولاړ دی (انځور له ارشيفه)
يو پاکستانی پوځي په انګور اډه کې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار سره نيزدې ولاړ دی (انځور له ارشيفه)

د جنوبي وزیرستان انتظاميه وايي د اپريل له ۱۷مې څخه دغلته لګېدلی ګرځبندیز یا کرفيو ختمه شوه.

پولیس چارواکي واي انګور اډې ته د خلکو د تګ راتګ لارې یې خلاصې کړې دي خو له افغانستان سره دروازه لا هم بنده ده.

د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خان زیب مومند د اپريل په ۱۷مه مشال رېډیو ته وویل چې د انګور اډې لارې او دروازه په سیمه کې په امنیتي ځواکونو له بریدونو وروسته د لټون عملیاتو پر مهال له تیرو پنځو ورځو راهیسې بندې کړل شوې وې.

د یادونې ده چې د اپریل پر ۱۱مه ماخوستن مهال د تحصیل برمل په سره کنډا سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو ترمنځ نښته شوې وه چې پکې د پوځ یو مېجر او یو عسکر وژل شوي وو.

له هغې وروسته د انګور اډې سیمه کې پوځ ګرځبندیز ولګاوه او د لټون عملیات یې پیل کړل.

ځايي خلکو مشال راډيو سره په خبرو کې له کرفيو شکايت کړی وو او ويلي یې وو چې له دې وجې په سفر کولو کې ستونزې لري.

یو ځايي کس احسان وزیر مشال راډیو ته وويل چې د ګرځبندیز عملي کېدو له کبله واڼه ته د تګ راتګ لارې تړلې پرتې دي او په بازار کې خوراکي مواد په کمېدو دي.

په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشر مولانا زینت الله ګواښ کړی وو چې که ګرځبندیز ختم نه شي نو خلک به په احتجاج به لاس پورې کوي. نوموړي زياته کړې وه چې کاروبارونو ته زیان رسیدلی دی او د خلکو ورځنی ژوند ډېر اغیزمن شوی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG