د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې تر بمي چاودنې وروسته فرنټیېر کور ۱۴ ځايي کسان نیولي


جنوبي وزیرستان کې پاکستاني ځواکونه په یوه پوځي ګاډي کې. تصویر له ارشیفه
جنوبي وزیرستان کې پاکستاني ځواکونه په یوه پوځي ګاډي کې. تصویر له ارشیفه

د جنوبي وزیرستان د تحصیل سره روغه اوسیدونکي وايي چې پرون، د جنورۍ پر ۱۸مه، په وچه خوړه سیمه کې پر امنیتي سرتېرو د بمي چاودنې وروسته، ایف سي ځواک ۱۴ کسان نیولي دي.

د سیمې اوسېدونکو د جنورۍ پر ۱۹مه له مشال رېډيو سره په خبرو کې نیول شوي کسان بې ګناه بللي دي.

د سره راغه اسحاق مسید له مشال رېډيو سره په خبرو کې وویل چې تر بمي برید وروسته د فرنټیېر کور عسکرو د ټيټ سروک لنګرخېل کلي ۱۲ کسان او له تابۍ لنګرخېل یې دوه کسان نیولي دي.

نوموړی زیاتوي چې په نیول شويو کې دوه زده کوونکي هم دي. نوموړی زیاتوي: "اوس خو د دوی علاقه د خیبر پښتونخوا برخه ده نو پکار ده چې دلته د پوځ پرځای دا کار پولیس وکړي. پلټنې باید پولیس وکړي. دا اوس پر کورونو چاپې اېف سي وهلي دي، کسان یې نیولي دي. پولیس وايي دوی په دې اړه هېڅ مالومات نه لري."

د سيمې اوسېدونکي د نیول شویو کسانو د فوري رهايي غوښتنه کوي. دوی وايي چې پولیسو سره یې رابطه کړی خو هغوی وايي چې د پېښې په اړه معلومات نه لري.

په سویېلي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر رحمت شاه مسید په سره راغه کې د وروستیو ګرفتاریو په سختو ټکو غندنه وکړه او ویل یې چې ټول ۱۶ کسان یې وړي دي، په هغوی کې یې نیمی پرېښي دي او اته تنه لاهم ورسره ده.

نوموړي دا نیونې ناقانونه وبللې چې په وینا یې نور دې د خلکو میندې خویندې په داسې ناقانونه نیونو نه ژړوي او د خلکونو د نیولو او وهلو ټکولو دا کارروایانې دې ودروي او عام ولس دې نه ستړی کوي.

له سویېلي وزیرستانه د صوبايي اسمبلۍ غړی حافظ حسام الدین هم د بې ګناه ولسي وګړو په ځورولو سخت خپګان ښودلی او زیاتوي چې امنیتي ادارې دې ژر تر ژره پر خلکو د تشدد کولو عمل ودروي. له مشال رېډیو سره په خبرو کې نوموړي غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې نیول شوي ټول کسان پرېښول شي.

ورته خپګان او اندېښنې د سیمې پخواني سېنېټر مولانا صالح شاه هم بیان کړې او ویې ویل چې د امن ساتلو مسولیت د امنیتي ادارو دی.

ده زیاته کړه چې کله هم یوه پېښه وشي نو امنیتي ځواکونه بې ګناه خلک پورته کوي، ځوروي یې، د ده په وینا دوی تل د داسې کړنو غندنه کړې او کوي یې.

بلخوا د جنوبي وزیرستان د پولیسو مشر خان زیب مومند نن، د جنورۍ پر ۱۹مه، مشال رېډيو ته وویل چې د خلکو شکایتونه یې تر لاسه کړي دي خو دا په دوی پورې اړه نه لري، البته له چارواکو سره په رابطه کې دي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر خالد اقبال مشال رېډيو ته وویل چې له پولیسو او ایف سي ځواک نه معلومات راغونډوي او کوشش کوي چې دغه مسله حل شي.

د نهې پر ورځ ماسپښین ( د جنورۍ پر ۱۸مه) د تحصیل سره راغه په وچه خوړه سیمه کې په یو مځکني ماین چاودنه کې د فرنټیېر کور یو سرتېری وژل شوی وو او دوه نور زخمیان شوي وو.

د حملې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

XS
SM
MD
LG