د لاسرسي ځای

تازه خبر

ای پي اېل کې سنرایزرز حیدراباد او ګجرات ټایټنز یو بل ته مخامخېږي


یو کس په ممبۍ کې د ای پي اېل د چېنايي سوپر کېنګز لوبډلې له انځور سره روان دی - د ۲۰۲۲ز د مارچ ۲۴مې انځور.
یو کس په ممبۍ کې د ای پي اېل د چېنايي سوپر کېنګز لوبډلې له انځور سره روان دی - د ۲۰۲۲ز د مارچ ۲۴مې انځور.

د هند د کرکټ په مشهوره تجارتي اتلولۍ انډیین پریمییر لیګ (ای پي اېل) کې سنرایزرز حیدراباد او ګجرات ټایټنز یو بل ته مخامخېږي.

ټاکل شوې چې د اپرېل پر ۱۱مه لوبه د پېښور له وخت سره سم پر ماښام اووه بجې پیل شي.

ای پي اېل د مارچ پر ۲۶مه پیل شوی چې د مې تر پایه به دوام لري.

په دې اتلولۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمینځ شاوخوا ۷۳ سیالۍ کېږي.

تر اوسه له شویو سیالیو سره سم، راجستان رایلز لوبډله په شپږو پواینټونو پر لومړي ځای، کولکته نایټ رایډرز پر دویم، ګجرات ټایټنز پر درېیم، رایل چیلېنجنرز بینګلور پر څلورم او لکنو سوپر جاینټس پر پینځم مقام ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG