د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت د دوایانو اخیستو واک ضلعي روغتونونو ته ورکوي


د صحت محکمې سیکریټري دوستېن جمالدیني مشال راډیو ته وویل چې صوبايي کابینې د دې منظوري ورکړې ده.
د صحت محکمې سیکریټري دوستېن جمالدیني مشال راډیو ته وویل چې صوبايي کابینې د دې منظوري ورکړې ده.

د بلوچستان حکومت د هغه طریقه کار ختمولو پرېکړه کړې چې له مخې به یې د صوبې سرکاري روغتونونو ته د صوبايي حکومت له خوا دوایانې ور لېږل کېدې.

د بلوچستان حکومتي کابینې منظوري ورکړې ده چې د دوایانو اخیستلو واک دې ضلعي سرکاري روغتونونو ته ورکړل شي.

دا خبره د صحت محکمې سیکریټري دوستېن جمالدیني د اکتوبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل، د صحت محکمه غواړي‌ چې د کوټې په ګډون د صوبې لوی سرکاري روغتونونه داسې کړي چې پر صوبايي مرکز یې تکیه کمه شي.

دوستېن جمالدیني زیاته کړه چې ډېر زر به د بلوچستان په ټولو ضلعو کې سرکاري روغتونونه په خپله د ضروري دوایانو اخیستل پیل کړي.

هغه وویل، "پر دې ډېر بحثونه شوي چې دې روغتونونو ته پوره واک ورکړل شي که نه نیم واک ورکړل شي خو اوس کابینې د دې منظوري ورکړې ده چې د دوي د ټول بجټ شاوخوا ۲۰ فیصده به دوي په خپله د خپل ضرورت مطابق دوایانې اخیستلای شي."

دوستېن جمالدیني وویل ، بلوچستان د مځکې له پلوه پراخه صوبه ده نو ځکه لرې پرتو سیمو ته د دوایانو وړلو لویې کمپنۍ نه ورځي.

ډاکټران وايي‌ د حکومت دا پرېکړه ډېره مهمه ده. د دوي په وینا، په کار ده چې حکومت زر تر زره عمل ورباندې وکړي.

د لورالايي ډیوژنل روغتون مشر ډاکټر سید عبدالباري مشال راډیو ته وویل، پر روغتون یې د څو ضلعو ناروغان تکیه کوي نو ځکه د دوایانې په لړ کې له مشکل سره مخامخ وي.

ده وویل، که چېري حکومت ضلعي روغتونونو ته د دوایانو په خپله اخیستو اختیار ورکړي نو دا به د روغتون پر چارو ډېر مثبت اغېز وکړي.

ډاکټر باري زیاته کړه، "زه د یو ځايي کس او ډاکټر په توګه په دې ډېر ښه پوه یم چې دلته په کوم وخت کې کومې ناروغۍ وي نو که چېري دوي موږ ته واک راکړ نو موږ به لومړی هغه دوایانې راغواړو چې زموږ ضرورت وي."

ډاکټر سید عبدالباري زیاته کړه چې د نړیوالې مرستو کمېدو له کبله اوس په لورالايي کې د مېشتو افغان کډوالو ناروغان هم دوي ته ورځي.

د ږوب ولسي روغتون پخواني مشر ډاکټر هادي کبزي مشال راډیو ته وویل، دا د ټولو ضلعي روغتونونو ضرورت دی.

ده وویل چې تل یې له حکومتي چارواکو غوښتنه کړې چې د دوایانو اخیستلو واک باید له صوبايی مرکزه ضلعو ته انتقال شي.

ډاکټر هادي وویل، "دا بهترینه پرېکړه ده او زه چې کله د روغتون مشر وم نو هم دا مې غوښتنه وه چې باید د دوایانو اخیستلو واک له روغتونونو سره وي چې هغه د وخت او ضرورت مطابق دوایانې واخلي. موږ د دې پرېکړې هرکلی کوو خو په کار ده چې عملي شي."

په بلوچستان کې د تعلیم کمي له کبله چې د لرې پرتو سیمو خلک په علاج پسې ښاري روغتونونو ته لاړ شي نو له یو شمېر ستونزو سره مخامخ وي.

د داسې خلکو د مرستو لپاره په زیاتره ښارونو کې داسې ټولنیز فعالان موجود وي چې له دې بې وزله خلکو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

د لورالايي اخلاص حمزازی هم له داسې فعالانو دی. نوموړي مشال راډیو ته وویل چې حکومت باید تشي خبرې ونکړي بلکې ولس ته د اسانتیاوو برابرولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اخلاص حمزازي وویل، "د لورالايي په هسپتال کې ډېر مسلې دي، د ډاکټرانو کمی دی، د دوایانو برخه د نه برابر ده ، ښځینه ډاکټرې نشته ، معیاري لیبارټرۍ نشته او داسې نور مسلې دي."

په ږوب کې د غریبو خلکو لپاره د صحت په برخه کې هلې ځلې کوونکی فعال عبدالرحمان مشال راډیو ته وویل، که صوبايي حکومت د دوایانو اخیستلو واک ضلعي روغتونونو ته ورکړ نو دا به ډېره ګټه ورسوي.

ده وویل، اوس د صوبې له خوا زیاتره داسې دوایانو هم ورکول کېږي چې په ضلعو کې هیڅ ضرورت ورته نه وي.

ده وویل، "داسې دوایانې راځي چې دوه کاټنه وي او په لس لاکه روپۍ وي نو دا موږ څه کوو، دلته هغه دوایانې په کار دي چې موږ ضرورت ورته لرو."

دا په داسې حال کې ده چې په بلوچستان کې د ځوان ډاکټرانو اتحادیې خبرداری ورکړی چې که حکومت د صوبې په سرکاري روغتونونو کې موجودې مسلې هوارې نکړې نو په احتجاج به لاس پورې کړي.

د دوي په وینا، په روغتونونو کې د دوایانو او اسانتیاوو نیشتوالي له کبله د ناروغانو خپلوان خپله ټوله غصه پر ډاکټرانو باسي.

XS
SM
MD
LG