د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسټراليا او پاکستان ۵۰ اووریزې کرکټ لوبې به اوس لاهور کېږي


د اسټراليا او پاکستان ترمینځ پنځوس اووریزې کرکټ لوبې له پينډۍ څخه لاهور ته لېږدول شوې دي.

د پاکستان کرکټ بورډ د مارچ په ۱۹مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې د اسټراليا کرکټ بورډ ورسره سلا شوی چې دا لوبې د سياسي حالاتو په نظر کې نيولو سره له اسلام اباده ليري یوسي. دا لوبې به د مارچ په ۲۹ او ۳۱ او د اپريل په دوهمه کيږي.

په اسلام اباد کې اپوزیشن ګوندونو او حکمران تحريک انصاف د مارچ په وروستۍ اونۍ کې د يو بل پر ضد د جلسو کولو اعلانونه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG