د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتيا لپاره له روسیې سره خبرې اړینې دي


د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي له مسکو سره د تازه خبرو غوښتنه کړې ده.

زیلېنسکي د مارچ پر ۱۹مه، پر فیسبوک یوه ویډیو کې وویل، اوس وخت راغلی دی چې د اوکراین د ځمکنۍ سلامتیا او سمون په اړه د خبرو لپاره ووینو او خبرې وکړو،ګنې نو د روسیې زیانونه داسي دي چې راتلونکي ګڼ نسلونه به ترې ونه ژغورل شي.

دا له هغه وروسته ده چې د فبرورۍ پر ۲۴مه مسکو پر اوکراین یرغل وکړ او په ټول اوکراین کې جګړې زور اخیستی او روسیې ویلي چې په لویدیځ کې یې هایپرسونک میزایلې کارولي او ځواکونه یې په جنوب مشرق کې سټراټيژیکي ساحلي ښار ته داخل شوي دي.

د اوکراین د ولسمشر دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلې دي چې روسیې ویلي، ځواکونه یې د ازوف سمندرګي مهم ساحلي ښار ماریوپول ته داخل شوي دي. دا ښار له تېرو څو اوونیو راهیسې محاصره دی. د روسیې لخوا د دې ښار په تېټر د هوايي برید په ګډون د درنې بمبارۍ وروسته دا تورونه پورې شوي چې چې روسیه جنګي جرمونه کوي. په تېټر کې په سلګونه ولسي وګړو پناه اخیستې وه. زیلېنسکي د مارچ پر ۱۸مه ویلي ول چې د تېټر څخه یې ۱۳۰ کسان ژغورلې خو په سلګونه اوس هم تر ملبې لاندې دي.

د جګړې باوجود دواړه خواوې له څو اوونیو راهیسې په خبرو هم بوختې دي، خو په خبرو کې یې د پرمختګ څرک نه‌لګېږي.

له بلې خوا کرملېن په یوه اعلامیه کې ویلي چې روسیه تیاره ده چې د حل­‌لارې د موندلو لپاره د اصولي لارو چارو له مخې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پر روسیې د جګړې د درولو په خاطر د نړیوالو فشارونه په ډېرېدو دي.

تازه د جرمني صدراعظم اولاف شولتځ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتي چې پر اوکراین د مسکو د حملې د درېدو امر وکړي چې له ډیپلوماتیکو حل‌­لارو د بشري بحران مخه ونیول شي.

د شولتځ دفتر د مارچ پر ۱۸مه، په یوه اعلامیه کې وویل، دواړو مشرانو په اوکراین کې د روانې جګړې او د هغې د ختمېدو پر لارو چارو یو ساعت خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG