د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا څه باندې ۶۴ زره استادان د نوکريو مستقل کېدو غوښتنه کوي


د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې يو ښوونکی خپلو زده کوونکو ته درس ورکوي. انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په باجوړ کې يو ښوونکی خپلو زده کوونکو ته درس ورکوي. انځور له ارشيفه

په خېبر پښتونخوا کې د ځوانو استادانو اتحادیه وایي، تر ۲۰۱۸ز کال وروسته د اخيستل شويو ښوونکو نوکرۍ لا هم نه دي مستقل شوي.

د دوی په خبره د پرایمري او مډل سکولونو (لومړنيو او منځنيو ښوونځيو) د دغو استادانو شمېره څه باندې ۶۴،۰۰۰ ده او کله چې ګومارل کېدل نو ورته ویل شوي وو، چې تر یو یا دوه کاله پورې کار کولو وروسته به یې نوکرۍ پخې (مستقل) شي.

د خیبر پښتونخوا د ځوانو استادانو د سازمان مشر عطا الرحمان د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د دوی په اړه یوه غېر سنجیده رویه خپله کړې ده.

نوموړی زياتوي: "پخوا به داسې استادان زر مستقل کېدل خو اوس څلورم کال روان دی چې د دوی نوکرۍ يې لا هم نه دې پخې کړې. په صوبایي بجټ کې د دې لپاره پېسې مختص شوي نو دا خو زموږ حق دی."

عطا الرحمان زياته کړه، حکومت له دوی سره مذاکرات وکړل او ورته ويې ويل چې پرامن احتجاج يې حق دی، خو د نوموړي په وينا پر دې سربېره د دوی د ځينو ملګرو خلاف اېف ای ار درج کړل شوی.

د ځوانو استادانو اتحاديو د مارچ پر ۱۵مه په پېښور کې د صوبایي اسمبلۍ مخې ته احتجاج هم وکړ. د دوی وينا وه چې حکومت دې د دوی غوښتنې ومني او د دوی د نوکوريو د مستقل کېدو عمل دې سر ته ورسوي.

خيبر پښتونخوا کې په اېډهاک نظام يا موقتي توګه ګومارل شوي دغه استادان وایي چې هر کال یې د څو میاشتو لپاره تنخاګانې تر هغه وخته بندې شي، تر څو چې يې قرارداد نه وي غځول شوی يا نوی کړل شوی.

د سوات د استادانو د اتحادیې مشر نواب فرید د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې د نوکريانو د نه مستقل کېدو له وجې له يو ځای څخه بل ځای ته د خپل کارځای د بدلولو حق هم نه لري.

نوموړی زياتوي: "د ضلعې په یو سر کې د استاد کور وي او په بل سر کې یې سکول وي، زموږ ټوله ورځ په تلو راتلو کې تېره شي. دا استادان له یو بل سره بدلي هم نه شي کولای، ځکه چې پر اېډهاک برتي شوي دي. په دې کې ښځو او معذوره استادانو ته ډېر زيات تکلیف دی، د دوی بدلي هم نه کېږي."

له سوات سره تعلق لرونکی یو بل استاد سليمان احمد وایي، کله چې يې واده وشو نو مېرمن يې په چارسده کې استاده وه او دی په سوات کې وو. په اېډهاک د برتۍ له وجې یې د مېرمن بدلي نه شوه کيدای.

نوموړی زياتوي: "زما مېرمنې خپله نوکري ځکه پرېښوده چې بدلي يې نه کېده. مېرمن مې بیا په سوات کې د استادۍ ټېسټ ورکړو او پاس یې کړ. اوس دلته کار کوي خو سکول يې له کوره ډېر ليرې دی او بدلي یې هم نه کېږي"

دا استادان وایي چې تر ۲۰۱۳ز کال وړاندې به استادان په مستقل توګه برتي کېدل خو وروسته د پاکستان تحریک انصاف حکومت تر اېډهاک نظام لاندې د استادانو ګومارنې وکړې.

بلخوا د اېلېمنټري او سېکنډري تعلیم په اړه د حکومتي کمېټۍ او واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف یو غړي واجد الله خان د مارچ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وويل چې د استادانو تر احتجاج وروسته يې یوه کمېټۍ جوړه کړې چې د دغې مسلې حل راوباسي.

نوموړی زياتوي: "د سپیکر په امر د صوبایي اسمبلۍ د غړیو یوه کمېټۍ جوړه شوې ده، موږ به له استادانو سره وینو، د دوی غوښتنې به اورو او پر هواري به یې کار کوو."

په خیبر پښتونخوا کې ځوانو استادانو چې د ۲۰۱۸ز کال وروسته ګومارل شوي، د خپلو نوکریو د مستقل کېدو لپاره یې تر دې وړاندې هم احتجاجونه کړي دي.

XS
SM
MD
LG