د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانۍ لارۍ تر کابله مالونه وړي خو د افغانستان لارۍ اجازه نه لري: خوستي سوداګر


غلام خان بندر کې له توکو ډکې لارۍ
غلام خان بندر کې له توکو ډکې لارۍ

خوستي سوداګر او کاروباریان وايي، که څه هم د پخوا په پرتله د غلام خان پر لاره سوداګري ډېره شوې، خو هغوی لا هم په سوداګریزو چارو کې د یو شمیر ستونزو سره مخامخ دي.

دوی زیاتوي، په ګمرک کې د میوو او ترکاریو لارۍ درول کیږي، چې د ترکاریو د خرابیدو لامل کیږي او بل دا چې پاکستانی لارۍ د دې اجازه لري، چې خپل مالونه تر کابله ولیږدوي، خو افغاني لاریو ته بیا دا اجازه نه ورکول کېږي.

د میوو او ترکاریو خوستي سوداګر محمد نظر مشال راډیو ته وویل، د دوی ګاډي چې ترکارۍ او تازه میوې په کې بار وي، د عمومي لاریو په قطار کې ولاړې وې، چې د ځنډ له کبله د دوی د ترکاریو یوه برخه خرابیږي.

محمد نظر وویل، ترکارۍ، سبزۍ او تازه میوې په ټولو هېوادونو کې د ژر اجازې یوه استثناء لري.

د لاریو او لویو ګاډو افغان چلوونکي وايي، د پاکستان د توکو ګاډي تر کابله راځي، خو د پاکستان لوری بیا افغاني ګاډو ته د کرښې اخوا تګ ته اجازه نه ورکوي.

د لارې چلوونکی ګلام خان وايي، د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې پاکستانۍ لارۍ راځي او په کابل کې خالي کېږي، خو افغانۍ لارې په بانډرۍ اخوا نه ورپرېږدي، دویمه غوښتنه مو دا ده چې له هر هېواد سره تجارت خلاص کړي، سرحدونه دې راته خلاص کړي.

د غلام خان د ګمرک رئیس مولوي موسی کلیم مجاهد زاده وايي، چې په لارو کې په کلکه د قاچاقو مخه نیول شوې او اوس د ډریورانو په وینا چې د شفافیت له کبله په دې لاره سوداګري هم ډېره شوې ده.

مجاهدزاده زیاتوي په اوس وخت کې هره ورځ له ۱۳۰ لاریو نیولې بیا تر ۱۵۰ پورې په دې لاره تګ او راتګ کوي.

موسی کلیم مجاهدزاده له ډریورانو غوښتنه وکړه، که د لارو په اوږدو کې له دوی چا غیر قانوني پیسې غوښتې، هغوی دې په جریان کې کړي، تر څو په اړه يې اقدام وشي.

بل لوري ته د شمالي وزیرستان د انتظامیې چارواکي د افغان ډریورانو غوښتنه پر ځای بولي او وايي، چې په دې اړه یو څه اسانتیاوې برابرې شوي او کرار، کرار به نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.

د شمالي وزیرستان مرستیال کمشنر شاید علي خان څو ورځې وړاندې مشال راډیو ته ویلي ول، چې افغانستان نه مال راوړونکو ګاډو ته د میرانشاه منډيي پورې د تګ اجازت ورکړل شوی او نور هم لګیا دي، چې دغه ګاډي تر میرعلي پورې ولاړ شي.

د یادونې وړ ده، سره له دې چې غلام خان لاره کراچۍ ته تر نورو لارو خواوشا ۴۰۰ کلیومتره نږدې ده او په تېرو شلو کالونو کې يې د خوستوالو له خوا په پرلپسې توګه د ترانزیټ کیدو غوښتنه شوې، خو تر اوسه هم د دې لارې د ترانزیټ کيدو ټول قانوي پړاونه نه دي بشپړ شوي.

XS
SM
MD
LG