د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان وايي د بې باورۍ تحریک تر ناکامۍ وروسته د مخالفانو ضد اقدامات کوي


وزیراعظم عمران خان وايي، له ډېر وخت راهیسې د مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په انتظار وو - انځور له ارشیفه
وزیراعظم عمران خان وايي، له ډېر وخت راهیسې د مخالفه ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په انتظار وو - انځور له ارشیفه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، د ده خلاف د عدم اعتماد تحریک وړاندې کول د مخالفه ګوندونو د "سیاسي مرګ" معنا لري.

نوموړي د مارچ پر نهمه په کراچۍ کې د خپل اتحادي ګوند متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) له مشرتابه سره تر لیدو وروسته هلته د ګورنر د دفتر په ودانۍ کې د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، دی له "ډېر وخت راهیسې" د بې باورۍ د تحریک په "انتظار" وو.

وزیراعظم دا څرګندونې تر هغې یوه ورځ وروسته کړې دي چې د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د پیپلز ګوند مشرانو د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د وزیراعظم ضد د عدم اعتماد تحریک دایر کړ.

په همدې حال کې، د پاکستان د سپریم کورټ د وکيلانو د ټولنې مشر محمد احسن بهون د مارچ پر ۱۰مه په یوه بیان کې غوښتنه کړې چې د قامي اسمبلۍ سپیکر دې د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد پر تحريک "ژر تر ژره" غونډه وروغواړي.

حکومت مخالفه ګوندونه دریځ لري چې پاکستان تحریک انصاف په ۲۰۱۸ز کال کې د درغلۍ له لارې واکمن شو او دا چې د وزیراعظم په مشرۍ حکومت د هېواد د اقتصاد په سمولو کې پاتې راغلی دی نو ځکه دې عمران خان استعفا ورکړي.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن او حکومت په بیا بیا ویلي چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول. حکومت همداراز وايي چې خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې دی او د خپلې اقتصادي تګلارې دفاع کوي.

ايا د عمران خان ضد به د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ تحريک بریالی شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:03 0:00

وزیراعظم عمران خان وايي، ولس ورته د انتخاباتو له لارې واک ورکړی نو استعفا نه ورکوي. نوموړي د مارچ پر نهمه هم له واکه د ګوښه کېدو تاثر رد کړ او و یې ویل چې د عدم اعتماد تحریک مقابله کوي.

ده ګواښ وکړ چې که د مخالفه ګوندونو اقدام ناکامه شو، نو بیا به یې پرضد قانوني کارروايي پیلوي. "چې کله موږ د عدم اعتماد تحریک دا جنګ وګټو نو بیا هلته نه درېږم. زه به په دوی پسې ورځم او نه یې پرېږدم. تر اوسه مې لاسونه تړلي ول – کله به یوه مسله وه، نړیوالې مسلې لکه د کورونا [وایرس جهاني وبا] او ټولبند ول – خو اوس چې زما په لاسونو کې کوم زنځیرونه ول، هغه به خلاص شي."

وزیراعظم د پاکستان پیپلز ګوند پر ګډ مشر اصف علي زرداري او د مسلم لیګ (ن) پر مشر شهباز شریف تور پورې کړ چې په ناقانونه توګه یې له هېواده بهر پیسې لېږدولې دي. عمران خان د پي ډي اېم پر مشر مولانا فضل الرحمان هم د درغلۍ تور پورې کړ.

خو د مخالفه ګوندونو مشرانو په بیا بیا پر ځان لګېدلي تورونه ردوي او وايي، حکومت یې پرضد د درغلیو قضیې د سیاسي غچ اخیستو لپاره پیل کړې دي.

وزیراعظم عمران خان په خپله وینا کې د مخالفه ګوندونو مشران په نامناسبه الفاظو یاد کړل.

تر هغې وروسته د مسلم لیګ (ن) یوې مخکښې مشر مریم نواز پر ټوېټر په بیان کې وزیراعظم عمران خان ته د صبر کولو سپارښتنه وکړه. "لږ صبر وکړه وروره. د عدم اعتماد تحریک په وړاندې کولو کې یو څو ورځې پاتې دي، او تاسې وار له مخه د مخالفه ګوندونو پر څوکۍ کښېناستئ؟"

په عین وخت کې شهباز شريف او اصف علي زرداري ادعا کړې چې حکومت مخالفه ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحريک په حق کې تر نيمايي زياتې رايې تر لاسه کولای شي.

بلخوا د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري ويلي چې د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لوري د هغه ګوند د پلویانو حکومت ضد لاریون چې د مارچ پر اتمه په اسلام اباد کې پای ته ورسېد، پر عمران خان د بې باورۍ لوی ثبوت دی. نوموړي دا خبره د مارچ پر ۱۰مه په اسلام اباد کې د خپل ګوند له مشرانو سره يو ځای خبرې غونډې ته وکړه.

هلته واکمن تحریک انصاف ګوند هم دریځ لري چې د خپلو ملګرو ګوندونو ملاتړ لري او د بې باورۍ تحریک به ناکامېږي. خو په همدې حال کې په پاکستان کې داسې ګنګوسې دي چې د عمران خان یو نېږدې ملګری جهانګیر ترین او د تحریک انصاف یو بل مشر علیم خان هم ښايي د حکومت ضد ودرېږي.

همدا لامل دی چې وزیراعظم په وروستیو کې د خپلو ملګرو ګوندونو د ملاتړ باوري کولو لپاره له سیاستوالانو سره ملاقاتونه کړي دي.

له قانون سره سم، د عدم اعتماد تحريک تر جمع کېدو وروسته باید د قامي اسمبلۍ سپيکر د درو او ۱۴ ورځو په موده کې دننه د اسمبلۍ غونډه وروغواړي او پر تحريک د اسمبلۍ له غړو رايې واخلي.

په قامي اسمبلۍ کې اوسمهال د واکمن تحريک انصاف د یو غړي د مړینې له کبله ورسره ټولې ۱۵۵ څوکۍ دي خو له اتحاديانو سره یې ټولې څوکۍ ۱۷۸ ته رسېږي. اخوا د حکومت مخالفه غړو شمېر ۱۶۴ دی او د بې باورۍ تحريک د بريا لپاره د قامي اسمبلۍ د ۱۷۲ غړو د رایو اړتیا ده.

XS
SM
MD
LG