د لاسرسي ځای

تازه خبر

پارلېمنټ لاجز پېښه: مولانا فضل الرحمان د احتجاج ختمولو اعلان وکړ


جمعیت علمای اسلام (ف) د پارلېمان د غړو د استوګنې په ودانۍ کې د ګرفتاریو ضد احتجاج اعلان کړی وو - انځور له ارشیفه.
جمعیت علمای اسلام (ف) د پارلېمان د غړو د استوګنې په ودانۍ کې د ګرفتاریو ضد احتجاج اعلان کړی وو - انځور له ارشیفه.

د مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او د جمعیت علمای اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان تر هغې وروسته د احتجاجونو ختمولو او د مارچ پر ۱۱مه د لویو لارو نه تړلو پرېکړه کړې چې د اسلام اباد پولیسو په قامي اسمبلۍ کې د هغه ګوند دوه غړي او یوشمېر پلویان خوشې کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د مارچ پر ۱۰مه ماښام مهال لسګونه پولیسان د پارلېمنټ لاجز په نوم هغې ودانۍ ته ورننوتل چې پکې د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړي اوسي. پولیسو هلته د جمعیت علمای اسلام (ف) دوو پارلېماني استازو مولانا جمال الدین او صلاح الدین په ګډون د هغه ګوند د رضاکارانو د سازمان انصارالاسلام ۱۹ غړي ونیول.

د انصارالاسلام ساتونکي د مارچ پر ۱۰مه د پارلېمان د غړو استوګنې ته ورننوتي ول او ویلي یې ول چې د دې کار موخه یې په پارلېمان کې د خپل ګوند د سیاستوالانو د امنیت ټینګښت دی.

د اسلام اباد پولیس د پارلېمان او د پارلېمنټ لاجز د ودانیو او د قامي اسمبلۍ او سېنېټ د غړو امنیت ساتي.

انصارالاسلام ویلي چې د وزیراعظم عمران خان پرضد د عدم اعتماد تر تحریک وړاندې کولو مخکې یې د ګوند د پارلېماني استازو امنیت ته ګواښ وو نو ځکه یې هلته خپل رضاکاران استولي. هغه سازمان په دې اړه سپیناوی نه دی کړی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د مارچ پر ۱۰مه ماخوستن مهال وویل، حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې پر ټولو ګوندونو بندیز لګولی وو چې "شخصي ملېشې" به نه ساتي او دا چې د پارلېمان د غړو او د هغوی د استوګنې امنیت د پولیسو ذمه واري ده.

نوموړي همداراز دعوه وکړه چې د جمعیت علمای اسلام (ف) د رضاکارانو د سازمان انصارالاسلام له مشرانو سره یې "پینځه ساعته" مذاکرات وکړل او ورته یې وویل چې له پارلېمنټ لاجز دې ووځي، خو هغوی دا خبره و نه منله، نو ځکه یې پولیسو ته د هغوی د ګرفتارۍ امر وکړ.

رشید زیاته کړه چې پولیسو د هغه ګوند پارلېماني استازي نه دي نیولي او دعوه یې وکړه چې هغوی خپله د پولیسو په ګاډي کې کښېناستل او تاڼې ته ولاړل.

البته د پاکستان رسنیو، خبریالانو او فعالانو پر ټولنیزو شبکو ویډیوګانې خپرې کړې دي چې پکې ښکاري چې پولیس مولانا جمال الدین له دواړو لاسونو نیولی او له ځان سره یې بیایي.

په ویډیوګانو کې ښکاري چې د پارلېماني استازو د استوګنې پر ودانۍ د پولیسو د چاپې پرمهال یوشمېر کسان نیول کېږي او په دې وخت کې د مسلم لیګ (ن) یو سیاستوال خواجه سعد رفیق هم ښکاري چې د پښې ګوته یې ژوبله شوې.

په پارلېمنټ لاجز کې تر هغې پېښې وروسته د جمعیت علمای اسلام (ف) پلویانو شپې مهال د پاکستان په لویو ښارونو کې مظاهرې پیل کړې او هغه ګوند د مارچ پر ۱۱مه په پاکستان کې د احتجاجونو اعلان وکړ او خپلو پلویانو ته یې وویل چې د جمعې پر ورځ دې د هېواد لویې لارې وتړي.

خو مولانا فضل الرحمان د مارچ پر ۱۱مه سهار مهال پر ټوېټر په یوه غږیز پیغام کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ چې احتجاج دې نه کوي ځکه چې په وینا یې پولیسو د پارلېمان او د انصارالاسلام غړي خوشې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پي ډي اېم او پیپلز ګوند د مارچ پر اتمه د قامي اسمبلۍ په مرکزي دفتر کې د وزیراعظم عمران خان ضد د بې باورۍ تحریک دایر کړ. له قانون سره سم، د قامي اسمبلۍ سپیکر باید له درو څخه د ۱۴ ورځو په موده کې د اسمبلۍ غونډه ورغواړي چې پکې به پر تحریک تر بحث وروسته رایې اچول کېږي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د عدم اعتماد تحریک مقابلې ته چمتو دی. نوموړي د مارچ پر پر نهمه په کراچۍ کې د خپل اتحادي ګوند متحده قامي موومنټ (اېم کیو اېم) له مشرتابه سره تر لیدو وروسته هلته د ګورنر د دفتر په ودانۍ کې د خپل ګوند پلویانو ته په وینا کې وویل، دی له "ډېر وخت راهیسې" د بې باورۍ د تحریک په "انتظار" وو. ده البته ګواښ وکړ چې که د مخالفه ګوندونو اقدام ناکامه شو، نو بیا به یې پرضد قانوني کارروايي پیلوي.

هلته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید د مارچ پر ۱۱مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل، په قامي اسمبلۍ کې به د عدم اعتماد تحریک وړاندې کېدو پر ورځ به د امنیت ټینګښت لپاره د رېنجرز او اېف سي ځواک سرتېري ځای پر ځای کوي.

XS
SM
MD
LG