د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پیپلز ګوند د حکومت ضد لاریون پای ته ورساوه


پاکستان پیپلز ګوند د حکومت ضد لاریون پای ته ورساوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاريون د مارچ پر اتمه شپې مهال اسلام اباد ته تر رسېدو وروسته پای ته رسېدلی دی. ياد ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه له کراچۍ څخه د اسلام اباد پر لور حکومت ضد احتجاجي لاریون پیل کړی وو چې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه تر تېرېدو وروسته د نهې (سې شنبې) پر ماخوستن د اسلام اباد ډي چوک ته ورسېد. په اسلام اباد کې لسګونه زره ګډونوالو ته د ګوند د مشر بلاول بوټو زرداري په ګډون د حکومت مخالفه ګوندونو ځينو نورو مشرانو ويناوې وکړې. په عین وخت کې د پیپلز ګوند پرضد د واکمن تحریک انصاف لاریون هم په کراچۍ کې پای ته ورسېد. پیپلز ګوند په سیند صوبه کې واکمن دی. بلخوا د پاکستان حکومت مخالفه ګوندونو پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) مشر مولانا فضل الرحمان هم د حکومت پر ضد د مارچ پر ۲۳مه نېټه د اسلام اباد پر لوري د لانګ مارچ اعلان کړی دی. په پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه تور پورې کوي چې د پاکستان تحريک انصاف په مشرۍ اوسنی حکومت د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ په نتيجه کې راغلی او پوځ يا اېسټیبلېشمنټ يې تر شا ولاړ ول، خو حکومت، پوځ او انتخاباتي کمېشن په تېرو انتخاباتو کې د درغلۍ او لاسوهنې تورونه رد کړي دي او وايي، هغه ټاکنې پاکې او منصفانه وې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG