د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پر جومات ځانمرګي برید کې ۶۲ کسان وژل شوي


چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.
چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

د پېښور په یوه جومات کې، د مارچ پر څلورمه تر سره شوي ځانمرګي برید کې د وژلو شویو کسانو شمېره لږ تر لږه ۶۲ ته رسېدلې ده.

دا ځانمرګې حمله له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې وه.

د پېښور د لیډي ریډنګ روغتون کوچه رسالدار ته په نږدې موقعیت کې دی نو ځکه د پروني برید اکثره ژوبل شوي کسان هم دې روغتون ته رسول شوي وو. د یاد روغتون ویاند محمد عاصم د مارچ پر پنځمه مشال راډیو ته وویل:

"له ۲۰۰ زیات زخمیان او وژل شوي تنان موږ ته را رسول شوي وو، په هغو کې تر ننه ۶۲ کسان مړه شوي، د اکثرو درملنه شوې او کورونو ته ستانه شوي دي او یواځې ۳۷ شدید زخمیان اوس هم په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. په زخمیانو کې پنځه اوس هم په ايي سي یو کې دي."

د پېښور پر جومات ځانمرګي برید کې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:34 0:00

داعش یا اسلامي دولت وسله والې ډلې د پېښور پر جومات د برید مسوولیت قبول کړی دی.

د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی محمود خان د مارچ پر څلورمه په پېښور کې لیډي ریډنګ روغتون ته ولاړ، د ژوبلو تنانو پوښتنه یې وکړه او د روغتون مسوولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې د زخمیانو د علاج لپاره دې خپل نهايي کوششونه وکړي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان په پېښور کې د ترسره شوي ځانمرګي برید نه پس د مارچ پر څلورمه پر ټوېټر لیکلي، هغه پخپله د دې پېښې څارنه کوي او د خیبر پښتونخوا له متعلقه چارواکو نه یې سپیناوی غوښتی چې ترهګر د برید کولو لپاره له کومې راغلل.

بلخوا په ځانمرګې حمله کې د وژلو شویو دوو پولیس سرتېرو جنازې د پېښور پولیس لاینز او د نورو ولسي کسانو جنازې د پېښور په بیلابیلو سیمو کې ادا کړل شوې دی.

په وژلو شویو کې د اهل تشیع جومات امام ارشاد حسین خلیلي هم شامل دی. د هغه تربور یاور عباس د دې پېښې عیني شاهد د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل:

"زه او زما د کاکا زوی ( ارشاد حسین خلیلی) به هره جمعه لمانځه ته یو ځای تلو، خو نن په ما ناوخته شوه او د جومات پر زینه کې وم چې د ډزو اوازونه شول."

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه په پېښور کې پر یوې تاڼې د لاسي بم برید شوی وو چې پکې درې سرتېري ژوبل شوي ول.

د پېښور په قصه خوانۍ سیمه کې تر دې مخکې هم لویې ځانمرګې حملې وخت په وخت شوي خو په تېرو څو کلونو کې د خیبر پښتونخوا د پېښور ښار وضعیت نسبتا ارامه وو او دا ډول لوی بریدونه پکې نه وو شوي.

XS
SM
MD
LG