د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: د روسيې او اوکراين پلاوي د خبرو درېيم پړاو پيلوي


د روسيې او اوکراین پلاوي په بېلا روس کې د دويم پړاو د خبرو پر مهال. عکس له ارشېفه
د روسيې او اوکراین پلاوي په بېلا روس کې د دويم پړاو د خبرو پر مهال. عکس له ارشېفه

د روسيې او اوکراين پلاوي به د سولې د مذاکراتو د درېيم پړاو په لړ کې د مارچ پر اوومه نېټه سره ويني.

د اوکراين مذاکراتي پلاوي غړي ډيويډ اراخاميا د مارچ پر پينځمه پر فېسبوک ليکلي چې د خبرو دا دريم پړاو به د مارچ پر اوومه کيږي. روسيې د فرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين يرغل کړی وو. تر دې وروسته دواړو خواوو دوه ځلې په بېلاروس کې مذاکرات کړي دي.

دواړه غاړې د روس له خوا د محاصره شوو اوکرايني ښارونو، ماريپول او وولنوواخ څخه د ملکي وګړو د اېستلو لپاره د بشري دهلېزونو په پرانيستلو سلا شوي ول خو د مارچ پر پينځمه دا پينځه ساعته اوربند مات شو.

اوکرايني چارواکو پر روسيې تور پورې کړی چې له لوظنامې یې سرغړونه کړې ده. خو د روسيې د بهرنيو چارو وزير سېرګي لاوروف ويلي چې د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي له ناټو څخه د پوځي مرستې تر لاسه کولو په هڅو کولو سره خبرو اترو ته زیان رسولی نو ځکه د سولې له دې خبرو ډېره تمه نه لري.

د اوکراين د بهرنيو چارو وزير دېمېترو کولېبا تر دې مخکې ويلي ول چې له لاوروف سره نېغ په نېغه خبرو ته حاضر دی خو بايد چې نتيجه لرونکي وي.

په همدې حال کې، داسې اټکل کېږي چې پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته له هغه هېواده د کډه شویو کسانو شمېر یو نیم مېلیونه ته ورسېږي.

د مارچ پر شپږمه پر اوکراین د روسیې د حملو ۱۱مه ورځ ده او د هغه هېواد په ډېریو سیمو کې سخته جګړه روانه ده.

دې حالاتو اوکراینیان اړ کړي چې پولینډ، رومانیا، سلواکیا او نورو اروپايي هېوادونو ته کډه شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي) ار اټکل کوي چې د ۲۰۲۲ز کال تر جولای پورې د کډوالو شمېر څلور مېلیونه ته رسېدای شي.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اینتني بلېنکن د پولینډ پر پوله له اوکراینیو کډوالو سره د لیدو پرمهال ویلي چې واشنګټن د هغه هېواد د بشري بحران هواري لپاره د ۲،۷۵ اربه ډالرو ورکولو هڅه کوي.

نوموړي دا خبره پر داسې وخت کړې چې د اوکراین پوځ د مارچ پر شپږمه وویل چې د هېواد په جنوب کې د مېکولایېف او په شمال کې د چرنیهېف ښارونو د پولو کنټرول لپاره له روسیو ځواکونو سره شدیده جګړه روانه ده.

پوځ پر فېسبوک په بیان کې زیاته کړې چې د ماریوپول ښار د دفاع لپاره زیاتې هڅې روانې دي. ماریوپول له یوشمېر ورځو راهیسې محاصره دی او خلک پکې برېښنا (بجلۍ)، اوبو او خوړو ته لاسرسی نه لري.

خو روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین دریځ لري چې د سرتېرو "عملیات" یې له "پلان سره سم" روان دي. هغه د مارچ پر درېیمه په خپلو خبرو کې روسي پوځیان د "اتلانو" په نوم یاد کړل.

تر دې مخکې کرېملېن د نوموړي له خولې وویل روسیه به د "ملتپاله وسله والو ډلو د وسله والو ضد" عملیاتو ته دوام ورکوي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د ولسمشر پوتین د حملې له اعلان راهیسې په جګړه کې سلګونه روسي سرتېري او اوکرایني وګړي وژل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG