د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پیپلز ګوند احتجاجي لاریون له لاهوره روانېږي


پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه خپل احتجاجي لاریون له کراچۍ پیل کړ.
پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه خپل احتجاجي لاریون له کراچۍ پیل کړ.

د پاکستان پیپلز ګوند مخکښه سیاستوالانو او پلویانو د تحریک انصاف په مشرۍ د وفاقي اېتلافي حکومت پرضد لاریون ته دوام ورکړی دی.

د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د مارچ پر پینځمه د پنجاب په پتوکي ښار کې خپلو پلویانو ته په وینا کې یوځل بیا له وزیراعظم عمران خانه وغوښتل چې په درو ورځو کې دې استعفا ورکړي.

هغه زیاته کړه چې که وزیراعظم مستعفي نه شو نو پرضد به یې اپوزیشن ګوندونه په قامي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک پیل کړي.

وزیراعظم عمران خان په بیا بیا ویلي چې په ۲۰۱۸ز کال کې د منصفانه او رڼو انتخاباتو له لارې منتخب شوی او خپله پینځه کلنه اییني موده به پوره کوي.

د عمران خان پرضد د حزب اختلاف د عدم اعتماد تحریک ګام څومره جدي دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:42 0:00

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو چارو وفاقي وزیر فواد چودري د مارچ پر پینځمه په لاهور کې خبریالانو ته وویل چې اپوزیشن "سیاسي لوبې" کوي او وزیراعظم به هېڅکله استعفا ور نه کړي.

د پیپلز ګوند لاریون شپې مهال لاهور ته ورسېد او ټاکل شوې چې د مارچ پر شپږمه له لاهوره ګوجراوالې ته ولاړ شي. پاکستان پیپلز ګوند د فبرورۍ پر ۲۷مه خپل احتجاجي لاریون له کراچۍ پیل کړ. تمه ده چې لاریونوال د مارچ پر اتمه اسلام اباد ته ورسېږي.

پیپلز ګوند او نور مخالفه ګوندونه دعوه کوي چې تحریک انصاف په درغلۍ واکمن شوی او اقتصادي تګلارې یې ناکامه دي.

خو انتخاباتي کمېشن او حکومت د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه بولي.

حکومت همداراز د خپلو اقتصادي تګلارو دفاع کوي او وايي، خراب اقتصاد ورته له تېرو حکومتونو په میراث کې پاتې شوی دی.

په عین وخت کې تحریک انصاف ګوند د سیند د مرکز کراچۍ پر لوري احتجاجي لاریون ته دوام ورکړی دی. په سیند کې پیپلز ګوند واکمن دی. حکومتي لاریون په حیدراباد کې دی او ټاکل شوې چې د مارچ پر اتمه کراچۍ ته ورسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG