د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر پولیس تاڼې برید درې پولیس سرتیري ژوبل کړي


دغه برید د پېښور د پندو سیمې پر پولیس تاڼې شوی دې: د ارشیف انځور
دغه برید د پېښور د پندو سیمې پر پولیس تاڼې شوی دې: د ارشیف انځور

د فبرورۍ پر ۱۹مه د پېښور پر یوه پولیس تاڼه د لاسي بم پېښه کې درې پولیس اهلکاران ژوبل شوې دي. دغه برید د پېښور د پندو سیمې پر پولیس تاڼې شوی دې.

د پېښور د پولیسو مشر عباس احسن له پېښې وروسته میډیا ته ویلي چې دغه حمله د نامعلومو کسانو لخوا شوې ده او دوی يې په اړه پلټنې پېل کړې دي. د پولیسو مشر عباس احسن ویلي، ژوبل پولیس د ښار لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوي دي او حالت یې له خطرې بهر دی.

بلخوا په سیکورېټي کیمرو کې ښودل شوې دي چې یو تن د پندو پر پولیس سټېشن د لاسي بم حمله کوي، له پېښې وروسته دغه تاڼې ته د بمونو د ناکاره کولو عمله (بم ډسپوزل سکواډ) هم رسېدلې ده.

د پولیسو مشر عباس احسن میډیا ته دا هم ویلي چې د عمومي خطر له وجې یې د تېرو څو ورځو نه د ښار د ځینو پولیس تاڼو امنیت سخت کړی دی خو د پندو پولیس سټېشن په اړه ورته کومه مخصوصه دړکه نه وه ورکړل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG