د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: جومات کې په چاودنه کې د وژلیو شمېر تر ۵۰ لوړ شوی


چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.
چارواکي وايي، چاودنه د اهل تشیع په جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال شوې ده.

په پېښور ښار کې په یوه جومات کې چاودنه شوې ده چې پکې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پېښور د لېډي ریډنګ روغتون ویاند وايي، په پېښه کې د وژلیو شمېر ۵۶ ته رسېدلی دی او ۱۹۴ کسان ژوبل دي.

محمد عاصم مشال راډیو ته وویل چې په ژوبلو کې د شپږو کسانو روغتیايي حالت خراب دی.

تر دې مخکې، د روغتون بلې ویاندې ناهید جهانګیر مشال راډیو ته وویل، چارواکو په هسپتال کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د اعلا وزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف هم مشال راډيو ته وویل چې په حمله کې د مرګ ژوبلې د زیاتېدو ویره ده.

د پېښور پولیسو ویلي چې چاودنه د مارچ پر څلورمه له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات کې د جمعې د لمانځه پرمهال شوې ده.

سیف وویل، یو وسله وال لومړی د شیعه ګانو له جومات سره نېږدې پر پولیسو ډزې وکړې او بیا یې په جومات کې ځانمرګی برید وکړ.

تر دې مخکې د پېښور ښار د پولیسو د مشر دفتر پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې "دوو بریدګرو" جامع جومات ته د ننوتو هڅې پرمهال هلته پر "پهره ولاړو پولیس سرتېرو ډزې وکړې چې پکې یو سرتېری ووژل او دویم ژوبل شو." بیان زیاتوي چې تر ډزو وروسته په جومات کې چاودنه وشوه.

سیف وویل چې دا یو "ترهګر برید" وو او دا چې د خیبر پښتونخوا حکومت عموماً د جوماتونو او د ولسي غونډو د حفاظت لپاره پولیس سرتېري ځای پر ځای کوي.

ده زیاته کړه چې حکومت به د وژلیو او ژوبلو له کورنیو سره مالي مرسته کوي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

تر دې مخکې د فبرورۍ پر ۱۹مه په پېښور کې پر یوې تاڼې د لاسي بم برید شوی وو چې پکې درې سرتېري ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG