د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان سپینوام احتجاج: امنیتي ځواکونه دې ولس نه ځوروي


سپین وام کې د امنیتي ځواکونو له لوري د عام ولس د ځورونو خلاف احتجاج د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه پیل شوی دی
سپین وام کې د امنیتي ځواکونو له لوري د عام ولس د ځورونو خلاف احتجاج د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه پیل شوی دی

د شمالي وزیرستان د سپین وام اوسېدونکو احتجاجي ناسته نن د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه هم دوام لري.

دوی له تېرو دوو ورځو راهیسي پرلت وهلی او تور پورې کوي چې امنیتي سرتېري د وسله والو خلاف د کارروایانو پر مهال ځايي ولس هم ځوروي. دوی غوښتنه کوي چې امنیتي ځواکونه دې د امنیت لپاره کارروايي کوي خو عام ولس دې نه ځوروي.

د احتجاج یوه ګډونوال ملک ګل سادم وايي، دوی د امن لپاره خپل تیار ودان کورونه پرېښول چې خاورې ته یې کراري راشي. نوموړي زیاته کړه، امنیتي ځواکونه دې په سیمه کې امن پر ځای کړي او بې ګناه خلک دې بې ځایه نه ځوروي. ده وویل دوی نور امن غواړي چې ماشومان یې زده کړې وکړي. ماشومان یې ښه صحت ولري، ماشومان یې په کراره سره خپل کاروبار وکړي. پر دې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عید الرحمان وویل، چې دوی تل د امنیتي ځواکونو له لوري د ولس ځورولو پرضد راوتلي دي، احتجاجونه یې کړي دي. نوموړي غوښتنه وکړه چې نور دې د خلکو ځورونه ودرول شي.

سپین وام کې د امنیتي ځواکونو له لوري د عام ولس د ځورونو خلاف احتجاج د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه پیل شوی دی
سپین وام کې د امنیتي ځواکونو له لوري د عام ولس د ځورونو خلاف احتجاج د جنورۍ پر ۱۷مه نېټه پیل شوی دی

له مشال رېډیو سره په خبرو کې ده وویل، په سپین وام کې تل خال خال پېښې کېږي ځکه چې دلته پروژې روانې دي، کمپنیانې راغلي دي، د نوموړي په ادعا اوس دا تېره ورځ په بوبلي کې ملېشه ځواکونو پر سره ورځ پر کورونو ډزې وکړې چې پکې یو بوډا کس برکت خان ژوبل شوی دی. دی زیاتوي قومونه راوتلي دي، مشران راوتلي دي، ځوانان او علماء راوتلي دي. د دوی صرف یوه غوښتنه ده چې دوی ته دې د امن او عزت د ژوند تېرولو لار جوړه کړل شي. ده وویل که حکومت د خلکو ځورول بند نه کړ او امن یې پر ځای نه کړ نو ولسونه نور سخت ګامونه اخیستلای شي، لارې او دلته د پروژو کمپنیانې بندولای شي.

نوموړی زیاتوي د امنیتي سرتېرو د دې رویې خلاف یې څو وارې احتجاجونه کړي خو حکومت ورته پام نه کوي.

بلخوا یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د عام خلکو د ځورونې خبرونه بې بنیاده دي او دوی یوازې د وسله والو پرضد کارروایانې کوي نو باید ولس ورسره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG