د لاسرسي ځای

تازه خبر

خضدار: د خبریال اطهر متین په وژنه تورن مشکوک کس ګرفتار شوی


د سیمې خبریالان وايي، له کراچۍ څخه هم پولیس د مشکوک کس ګرفتارۍ لپاره ورغلي ول.
د سیمې خبریالان وايي، له کراچۍ څخه هم پولیس د مشکوک کس ګرفتارۍ لپاره ورغلي ول.

د بلوچستان په خضدار کې پولیسو د کراچۍ د یو خبریال اطهر متین د وژنې په تور یو مشکوک تن نیولی خو د هغه بل ملګری تر ګرفتارۍ مخکې تښتېدلی دی.

د فبرورۍ پر ۲۳مه د بلوچستان پارلېماني سېکرټرې بشرا رند او پولیسو رسنیو ته ویلي چې د سيند د پولیسو په وینا یې په خضدار کې عملیات کړي دي او پکې یې د خبریال اطهر متین په وژنه کې ککړ کس عابد علي نیولی دی.

پولیس وايي، د عملیاتو پرمهال د مشکوک کس یو ملګری تښتېدلی چې دوی یې د ګرفتارۍ هڅې کوي.

د خضدار خبریالانو مشال راډیو ته ویلي، د عابد علي د نیولو لپاره له کراچۍ څخه د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې سرتېري هم ورغلي ول.

د اردو ژبې سما ټېلېوېژن د خپرونو جوړوونکی اطهر متین د فبرورۍ پر ۱۸مه په کراچۍ کې د وسله والو په برید کې وژل شوی وو. وروسته د کراچۍ د پوليسو مشر غلام نبي مېمن ویلي ول چې وسله والو د شوکې پر مهال پر متین ډزې وکړې.

په کراچۍ کې په وروستیو کلونو کې د غلاوو او د خلکو د لوټلو پېښې زیاتې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG