د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د يو شخصي ټېليويژن خبريال وژل شوی


په کراچۍ کې د رېنجرز ځواک يو غړی د فبرورۍ پر ۱۸مه د وژل شوي خبريال اطهر متين د ګادي له بمپر سره ولاړ دی.
په کراچۍ کې د رېنجرز ځواک يو غړی د فبرورۍ پر ۱۸مه د وژل شوي خبريال اطهر متين د ګادي له بمپر سره ولاړ دی.

د پاکستان په ساحلي ښار کراچۍ کې د يو شخصي ټېليويژن چېنل "سما" خبريال په ډزو وژل شوی دی. د کراچۍ پوليسو مشر غلام نبي مېمن وايي چې دا د غلا پېښه ده او د غلو په ډزو کې اطهر متين وژل شوی دی.

د پوليسو په وينا دغه پېښه نن (فبرورۍ ۱۸مه) د کراچۍ په نارت ناظم اباد سيمه کې رامنځ ته شوه او پوليسو تاييد کړې چې وژل شوی کس اطهر متين د "سما" ټېليويژن پروډيوسر دی.

د کراچۍ د منځنۍ ضلعې د پوليسو مشر ناصر افتاب ويلي، اطهر متين چې سهار ماشومان په سکول کې پرېښودل او بيرته کور ته روان شو نو په لار کې د پېښې ښکار شو. د هغه په وينا متين درې ډزې ويشتل شوی دی.

ناصر افتاب زياتوي، موټر سايکل سپرو غلو په لاره کې عام کسان لوټل او اطهر متين هم پر برابر شو.

"اطهر متين په خپل ګاډي د غلو موټر سايکل وهلی، غله غورځېدلي او بيا يې د هغه پر ګاډي ډزې کړي او اطهر متين يې وژلی دی."

نوموړي زياتوي چې نورې پلټنې روانې دي او ډېر ژر به په پېښه کې ککړ کسان ونيول شي.

د سيند صوبې وزیراعلا مراد علي شاه او د سيند ګورنر عمران اسماعيل د د ې پېښې نوټس اخيستی او له پولیس چارواکو يې رپورټ غوښتی دی.

په کراچۍ کې په دا وروستيو کې د غلاوو او خلکو لوټلو پېښو کې زياتوالی تر سترګو کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG