د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اوکراين ولسمشر امريکايي ولسمشر ته د کییف د سفر بلنه ورکړه


د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر د میاشتې تصویر: جو بايډن او ولاديمير زيلنسکي په واشنګټن کې
د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر د میاشتې تصویر: جو بايډن او ولاديمير زيلنسکي په واشنګټن کې

د امریکې ولسمشر جو بايډن د اوکراين له ولسمشر ولادیمير زيلينسکي سره په ټيليفوني خبرو کې د اوکراين پولې سره نيزدې د روسي پوځيانو د موجودګۍ په رد عمل کې په ديپلوماسۍ او د مسکو د جارحیت د مخنیوي لپاره د هڅو په اهمیت ټینګار کړی دی.

سپینې ماڼۍ ویلي چې د فرورۍ په ۱۳مه شوي دې تماس کې ولسمشر بایډن د اوکراین د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په برخه کې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ او وعده یې وکړه چې که روس د اوکراین خلاف نور جارحیت وښود نو ژر به یې ځواب ورکړي.

د اوکراین ولسمشر زیلنسکي دفتر ویلي چې نوموړي ولسمشر جو بایډن ته په راتلونکیو ورځو کې د کېیف د سفر بلنه ورکړې ده.

د امریکا او اوکراین ولسمشرانو دا خبرې په داسې وخت کې کړي چې مغربي هېوادونه د روس له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د ترینګلتیا ختمولو غوښتنه کوي. بلخوا ګڼو هېوادونو په داسې حال کې خپلو وګړو ته له اوکراین څخه د وتلو ویلي چې د مسکو لخوا د ګاونډي هېواد اوکراین خلاف د ممکنه پوځي اقدام په اړه انديښنې موجودې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG