د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبر پښتونخوا: نوښار کې وسله وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي، دوه ژوبل


خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر ګاډي وسله وال بريد - انځور له ارشيفه
خيبر پښتونخوا کې د پوليسو پر ګاډي وسله وال بريد - انځور له ارشيفه

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په نوښار کې په یوه وسله وال برید کې دوه سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل دي.

پولیسو پرون (د فبرورۍ پر درېيمه) په یوه بیان کې وویل، بريد د فبرورۍ پر درېيمه د جلوزو تاڼې په حدودو کې شوی.

بیان وايي، وسله والو د پولیسو پر ګاډي ډزې وکړې او د پېښې له ځایه وتښتېدل. بیان زیاتوي چې د وژل شویو سرتېرو جنازه د نوښار په پولیس لاین کې وشوه چې ورته د پولیسو د لوړپوړو چاوراکو ترڅنګ سیاستوالان هم ورغلي ول.

ناقانونه ګرځول شوې ډلې "تحریک طالبان پاکستان" د حملې ذمه واري منلې ده. هغې ډلې د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر نهمه له حکومت سره د یو میاشتني اوربند تر پای وروسته بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ هم وايي چې د طالبانو په ګډون یې د نورو وسله والو ډلو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG