د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: د نېشنل لاجسټک سيل خلاف مظاهرو کې نيول شوي کسان خوشې شول


په خيبر ضلع کې پوليسو د فبرورۍ پر څلورمه، د خوګا خېلو هغه څلور مشران خوشې کړي چې څو ورځې مخکې د نيشنل لاجسټک سيل پرضد د مظاهرې پرمهال نيول شوي وو.

د خوګا خېلو مشران دريځ لري چې نيشنل لاجسټک سيل په تورخم کې د دوی په مشترکه جايداد تعميرات پيل کړي او له ټاکل شوي حد څخه زياته ځمکه يې لاندې کړې ده.

د خوګا خېلو اوسېدونکو د دې پر ضد د جنورۍ پر ۳۰مه مظاهره وکړه او پوليسو د عامه نظم ساتنې د مادې لاندې د خوګا خېلو څلور مشران ونيول. خو د فبرورۍ پر څلورمه د خوګا خيلو، ايف سي، مقامي انتظامیي او صوبايي اسمبلۍ غړو ترمنځ یوه جرګه وشوه. د جرګې وروسته د جمعيت علما اسلام د خيبر ضلعې وياند قاري جهاد شاه د فبرورۍ پر څلورمه، ناوخته مشال راډيو ته وويل چې د دوی مشران يې راخوشې کړي دي.

"زموږ نیول شوي کسان بیرته خوشې شول، دا کسان د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره د مظاهرې پر مهال نیول شوي وو. دلته چې تر څو سړکونه بند نه کړې او پرلت ونه وهې، څوک چاته خپل حق نه ورکوي."

په جرګه کې دا پريکړه هم شوې چې د لانجې هوارولو لپاره به په راتلونکو ورځو کې خبرې اتري کېږي.
بلخوا د نيشنل لاجسټک سيل چارواکي وايي چې د خوګا خېلو قوم په خپله خوښه ټولې لوظنامې کړي او د دوی د نهه کيسزه کميټۍ پينځو غړو ورسره لاسليکونه هم کړي خو څلور غړي يې نه مني.

د خيبر لنډي کوتل خوګاخیل قبیلې وګړو د روان کال د جنورۍ پر څلورمه نېټه هم په تورخم کې د مالونو د رسد او د سرحدونو د انتظام ادارې یا نېشنل لاجسټک سیل پرضد احتجاج کړی وو. د دوی په وینا یادې ادارې په تورخم کې له دوی سره کړې لوظنامې څخه سرغړونه کړې او تر ټاکل شوي حد يې زیاتې ځمکې ورڅخه لاندې کړي او سرکاري تعمیرات یې ورباندې پيل کړي دي.

د خوګاخیل قوم د وګړيو په وينا، دوی په تورخم کې وخت په وخت د میاشتنې مراعاتو او ګټې په بدل کې نېشنل لاجسټک سيل ته له خپل مشترکه جایداد څخه لږ برخه ورکړې وه خو د دې ادارې چارواکو اوس يو خوا زياته ځمکه نيولې او بلخوا يې د دوی د میاشتنۍ ګټې فیصدي یې هم کمه کړې ده.

خو د دې ادارې يو چارواکي ریټایرډ کرنل عزیز خټک د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې د ۲۰۱۶ز کال د لوظنامې له مخې خوګاخيل قوم ۳۰۰ کناله ځمکه ورکړې وه چې بيا يې ورسره په ۲۰۲۱ز کال کې د ۹۰۰ کناله نورې ځمکې لپاره بله لوظنامه وکړه.

د نوموړي په وينا، پر هغه لوظنامه د قوم زياتره مشرانو لاسليکونه کړي دي خو ځينې نور يې بيا نه مني.

بلخوا احتجاج کوونکي تور پورې کوي چې وروستۍ لوظنامه کې بدلون شوی او احتجاج به یې تر هغه وخته روان وي چې يادې ادارې تعمیراتي کارونه نه وي بند کړي.

XS
SM
MD
LG